د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۹

رسولي: تر ۱۵۰۰ زیات کسان د ممنوع‌الخروجۍ لېست څخه ایستل شوي


د افغانستان لویه څارنوالي وایي چې له ۱۵۰۰ څخه‌یې د ډېرو هغو کسانو نومونه د ممنوع‌الخروج له لېسته لیرې کړي چې ممنوع‌الخروج‌یې ضروري نه‌وو.

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې د یادو کسانو نومونه د یوه لوړپوړي ګمارل شوي پلاوي تر څېړنو وروسته د ممنوع‌الخروج له لېسته ایستل شوي دي.

د ښاغلي رسولي په خبره دغه کسان په تېرو کلونو کې د بېلابېلو ادارو له‌خوا ممنوع‌الخروج اعلان شوي وو.

د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د لويې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

نوموړی وايي:

"د ممنوع‌الخروج برخه کې دا زموږ لومړنۍ پرېکړه ده، په لومړنیو مرحلو کې د دغو کسانو ممنوع‌الخروج غیر موجه او ضروري ګڼل شوی، دا په دې معنی نه‎ده چې دا ټول هغه کسان دي چې په دغه لېست کې شامل وو، بلکې په ټول افغانستان کې څو زره کسان دي چې ممنوع‌الخروج اعلان شوي دي."

خو د ښاغلي رسولي په خبره لاهم زرګونه کسان شته چې ممنوع‌الخروج دي او په لېست کې یې نومونه خوندي دي.

څه موده وړاندې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یو حکم په صادرولو سره د کورنیو چارو وزارت درې پخواني مرستیالان مجتبی پتنګ، جمیل جنبش او جمال ناصر صدیقي ممنوع‌‌الخروج اعلان کړل او دوی یې د تحقیقاتو په هدف لویې څارنوالۍ ته معرفي کړل.

په ورته وخت کې د حقوق‌پوهانو د ټولنې مرستیال ګل احمد مددزی وایي چې د ممنوع‌الخروجۍ له لېسته د نومونو لیرې کول یو قانوني عمل دی، خو دا کار باید د قانون له احکامو سره سم تر سره شي.

د ښاغلي مددزي په خبره د ممنوع‌الخروجۍ له لېسته د نومونو د لیرې کېدو پروسه باید پر وخت او شفاف ډول ترسره شي.

نوموړي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"هغه کسان چې د جرم په ارتکاب شک ورباندې کېږي او تورنېږي، د دوی په اړه پر وخت اجرأت نه‎کېږي دا یوه ستونزه ده، امکان لري یوه جرمي پېښه چې په دوو یا درېيو میاشتو کې حل شي دوه یا درې کاله وخت نیسي."

له دې ټولو سره-سره د افغانستان د لویې څارنوالۍ مسؤلین وايي چې د ممنوع‌الخروج په اړه‌یې له یو شمېر ادارو سره په ګډه یوه کړن‎لاره چمتو کړې چې په راتلونکي کې به د ممنوع‌الخروج برخه کې واحد اجرأت او په پوره دقت عمل وکړي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG