د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

صافی: روسیه کندز کې ټول خوځښتونه پر څارګرو کمرو څاري


د کندز پخواني والي محمد عمر صافي ادعا کړې چې ممکن روسان له طالبانو سره د دوی د وسلو په ترمیمولو کې مرسته وکړي.

ښاغلي صافي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته ویلي چې روسیې د داعش له ډاره، د تاجکستان-کندز،سرحدي سیمو کې حضور پیدا کړی او کله-کله د روسانو او طالبانو تر منځ لیده کاته هم کېږي.

د کندز دغه پخوانی چارواکی وايي چې روسان له دې امله د څارګرو کمرو په نصبولو سره ان د کندز ښار څاري او د روسیې ضد خوځښتونه، له طالبانو سره شریکوي.

د کندز پخوانی والي محمد عمر صافی
د کندز پخوانی والي محمد عمر صافی

ښاغلي صافي زیاته کړه:

"هغه سیمې چې نوې تأسیس شوي یوه په‌کې کلباد ده چې د طالبانو طرحې او روزنیز پروګرامونه په‌کې ادامه لري، روسان هم د قلم ګذر سیمه کې تګ راتګ کوي او له دوی سره ویني. دوی د روسانو مستقیم ملاتړ لري. روسانو له پولې اخوا پرمختللي سیسټمونه نصب کړي چې تر کندزه پورې ټول خوځښتونه مطالعه کوي او ویني یې."

ښاغلی صافی دا هم وايي چې له یوې خوا د کندز ډېرو سیمو کې طالبان موجود دي او له بله پلوه سیمه‌ییزه حکومتوالي هم قناعت بخښونکې نه‎ده.

پخوا تر دې روسیه، د افغان او امریکايي چارواکو له‎خوا، طالبانو ته په مشروعیت ورکولو، تورنه شوې ده.

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جان نېکلسن تر دې وړاندې په خپلو څرګندونو کې ویلي، روسیه او ایران هڅې کوي چې په افغانستان کې د ناټو رول کمزوری کړي.

په افغانستان کې د غوڅ ماموریت عمومي قوماندان جان نیکلسن
په افغانستان کې د غوڅ ماموریت عمومي قوماندان جان نیکلسن

همدارنګه یو افغان چارواکی چې نه‌یې غوښتل نوم‌يې واخېستل شي ادعا کړې وه چې ایران او روسیه طالبانو ته وسلې ورکوي.

په ورته وخت کې د کندز د ولایتي شورا رئيس امرالدین ولي هم وايي، داسې اوازې خپرېږي چې د کندز جنګ د روسانو له‌خوا رهبري کېږي.

ښاغلي ولي د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه‌یې په دې برخه کې کره اسناد نه‎دي موندلي.

د کندز د ولایتي شورا رئيس امرالدین ولي
د کندز د ولایتي شورا رئيس امرالدین ولي

نوموړی وايي:

"موضوع‌ګانې مو له لیرې او نېږدې څخه واورېدلې چې د دوی لارښوونه د روسېې له‎خوا کېږي، خو په مستنده توګه مو تر اوسه څوک نه‎دي نیولي او کره منبع موهم نه‌ده موندلې."

د کندز د والي ویاند محمود دانش هم ازادي راډیو ته وویل چې سیمه‌ییز حکومت هم په دې اړه کره اسناد نه‎لري.

ښاغلي دانش بیا د سیمه‌ییزې حکومتوالۍ په اړه وویل، د کندز ولایت ټولې برخې د دولت تر ادارې لاندې دي.

د کندز د والي ویاند محمود دانش
د کندز د والي ویاند محمود دانش

خو د کندز د ولایتي شورا ځیني غړي وايي، د کندز په ډېرو سیمو کې اوس هم طالبان موجود دي.

هڅه مو وکړه چې د موضوع اړوند په کابل کې د روسيې د سفارت نظر هم ولرو خو د سفارت مسؤلینو په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG