د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۳

صافی: داعش کونړ کې له ۳ تر ۴ زرو کسان خپلو لیکو ته جذب کړي


د کونړ او جوزجان د ولایتي شورا غړي وايي، داعش وسله‌واله ډله په دغه ولایتونو کې خپلو لیکو ته خلک جذبوي.

د کونړ د ولايتي شورا رئیس وايي، داعش جنګیالي د کونړ په ۸ ولسوالیو کې پراخ حضور لري او په تېرو څلورو میاشتو کې یې له ۳ تر ۴ زره کسان خپلو لیکو ته جذب کړي چې دغه لړۍ اوس هم په تېزۍ سره روانه ده.

محمد صافي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم داعش ډله عملاً په دغه ولایت کې ترورېستي فعالیت نه‌لري، خو جلب او جذب‌یې دوی اندېښمن کړي دي.

صافی: داعش دغه ولایت کې د جلب او جذب پروسه پیل کړې ده.
صافی: داعش دغه ولایت کې د جلب او جذب پروسه پیل کړې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"شااوخوا څلور میاشتې کېږي چې په کونړ کې د داعش ډلې جلب او جذب زیات شوی دی، خو تر نن پورې کوم فعالیت نه‌لري، د کشفي او ولسي معلوماتو له مخې دغې ډلې شااوخوا ۳ تر ۴ زره کسان خپلو لیکو ته جذب کړي چې موږ ته دا د اندېښنې وړ ده."

ښاغلی صافی په دغه ولایت کې د امنیتي بنسټونو پر همغږۍ ټینګار کوي وايي چې افغان حکومت باید د داعش د جلب او جذب مخه ونیسي.

په کونړ کې د داعش د فعالیتونو په تړاو دا اندېښنې داسې مهال راپیدا کېږي چې د کونړ په ګاونډي ولایت ننګرهار کې په دې وروستیو کې دغې ډلې دیارلس تنه دیني عالمان برمته کړي چې برخلیک‌یې لا هم نه‌دی معلوم.

له دې مخکې دغې ډلې د ننګرهار په کوټ ولسوالۍ کې د هغو کسانو کورونو ته اور اچولى وو چې له دې ډلې سره‌يې بيعت نه‌وو کړى.

په ننګرهار کې تر دې مخکې هم د داعش ډلې د فعالیتونو او په وړاندې یې د پوځي عملیاتو په اړه په وار-وار راپورونه ورکړل شوي دي.

چارواکي: ننګرهار کې د داعش د فعالیت مهمې سیمې تصفیه شوي

په ورته وخت کې د جوزجان د ولایتي شورا غړي هم وايي چې په دغه ولایت کې د داعش ډلې د جلب او جذب لړۍ روانه ده.

د جوزجان د ولایتي شورا غړې حلیمې صدف ازادي راډیو ته وویل، د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش فعالیتونه په پراخېدو دي او دغه ډله هڅه کوي چې خپلې لیکې پياوړې کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"داعش د نوي کال لپاره د دغه ولایت په غرنیو سیمو کې جلب او جذب پیل کړی وو تر دې چې ماشومان‌یې هم خپلو لیکو ته جذبول، اوس‌یې بیا خپل فعالیتونه پیل کړي او د جوزجان په قوش‌تپه ولسوالۍ کې جلب او جذب کوي او په دغو سیمو کې د پیاوړي کېدلو په حال کې دي."

د جوزجان د والي ویاند محمد رضا غفوري که څه هم د دغه ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې د داعش حضور مني، خو وايي چې داعش ډله عام خلک نه بلکې وسله‌وال طالبان خپلو لیکو ته جذبوي څو د داعش تر بیرغ لاندې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

جوزجان چارواکي: درزاب کې داعش ډله د پراخېدو په حال کې ده

هاخوا د افغانستان د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش په دغه هېواد کې د اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو فعالیتونه ردوي، خو وايي د سیمې او نړۍ یو شمېر مافیايي او ترورېستي ډلې د خپلو شخصي اهدافو لپاره د داعش تر نوم لاندې فعالیت کوي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

نوموړي زیاته کړه:

"زه دا تائیدوم هغه کسان چې د داعش نوم‌یې پر ځان ایښې په دغو سیمو کې فعالیت کوي، خو یوازې په نوم دي او خپلې ګټې لټوي، دوی د ننګرهار په درېیوو ولسوالیو کې تهدیدونه رامنځته کړل، په کونړ او نوروستان او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم، دوی یوازې د پیسو د ترلاسه کولو او د نړیوالې مافیا د پام جلبولو لپاره دا کار کوي."

رادمنش وايي، داعش وسله‌واله ډله په افغانستان کې ځای نه‌لري او نه‌شي کولای چې دلته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.

د افغانستان دفاع وزارت په داسې حال کې په دغه هېواد کې د داعش ډلې په نامه فعالیتونه د سیمې او نړۍ د یو شمېر مافیايي او ترورېستي ډلو کار ګڼي چې له دې مخکې د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر له ازادي راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي وو، اسناد ښکاره کوي چې اتیا په سلو کې د داعش ډلې غړي له پاکستانه افغانستان ته راځي.

اتمر: مسکو او تهران دې طالبانو سره اړیکې سولې ته وکاروي نه جنګ
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:17 0:00

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG