په کوټه کې د مدني ټولنې فعالانو پر يوې کم عمره نجلۍ د جنسي تېري او د هغې د وژنې پر ضد احتجاجي مظاهره کړې او له حکومتهيې د هغې د قاتلينو د نيولو غوښتنه کړې ده.
د کوټې دولتي روغتون هم تائيد کړې چې دغه نجلۍ تر جنسي تېري وروسته په تشدد وژل شوې ده، خو وايي مړى يې لا په روغتون کې پروت دى او خپل خپلوانيې نهدي معلوم.
«د کوټې ځوانان» په نامه د يوې مدني ټولنې غړي د یادې پېښې په غبرګون کې د پرېس کلب مخې ته يوه احتجاجي مظاهره وکړه چې پهکې يې د ښځو په وړاندې د تشدد پر ضد شعارونه ورکړل او له حکومتهيې غوښتنه وکړه چې پر وژل شوې نجلۍ جنسي تېري کوونکي او قاتلين دي ژر تر ژره ونيسي او د قانون منګولو ته دي يې وسپاري.
د مدني ټولنې فعالان وايي، د دې نجلۍ مړی دوه اوونۍ مخکې د کوټې له «شالکوټ» سيمې تر لاسه شوى او تر اوسه پورې د کوټې په دولتي روغتون کې پروت دى، خو نهيې قاتلين نيول شوي او نه دا پېژندل شوې ده چې څوک ده.
«د کوټې ځوانان» ټولنې مشر ودود جمال بړېڅي ازادي راډيو ته وويل چې پر دغې نجلۍ جنسي تېرى شوى، بيا په تشدد وژل شوې او بيا په يوه بورۍ کې تړلې غورځول شوې ده.
نوموړي زیاته کړه:
"د ديارلسو يا څوارلسو کلونو يوه نجلۍ ده چې لومړى جنسي زياتى ورسره شوى او بيا وژل شوې ده، شونډې او پزهيې ورپرې کړي دي، وېښتانيې هم ورپرې کړي دي چې څوکيې ونهپېژني، موږ دا اواز پورته کړ چې د دې مخنيوى وشي او په راروان وخت کې داسې پېښې ونهشي، چا چې له دې سره دا ظلم کړى، موږ دا غوښتنه کوو چې هغوى ته دې سزا ورکړل شي."
د کوټې د ملکي روغتون پلټونکې ډاکټره عايشه فيض وايي، د نجلۍ مړى چې روغتون ته وروړل شو، نو دوى طبي معاينه وکړه او ورته څرګنده شوه چې پر نجلۍ رښتيا هم جنسي تېرى شوى او بيا وژل شوې ده.
ډاکټره عايشه وايي، مرتکبينو د دې لپاره چې نجلۍ ونهپېژندل شي، د هغې څېرهيې مسخ کړې ده.
نوموړې زیاته کړه:
"جنسي تېرى هم پرې شوى او بل دا چې د پېژندنې د ورکېدو لپارهيې مخ ورخراب کړى دى، سر، شونډې او پزهيې زيات ورزخمي کړي دي چې ونهپېژندل شي."
دا چې دغه نجلۍ څوک ده تر اوسه لا نهده پېژندل شوې او نهيې هم د کورنۍ خلکو د خپلوۍ دعوه کړې ده، خو مړى يې لا هم د کوټې د دولتي روغتون په مړستون کې پروت دى.
د مدني ټولنې فعالان غوښتنه کوي چې حکومت دې هم د دې قاتلين ونيسي او هم دې يې په کورنۍ پسې بېړنۍ پلټنه پيل کړي.
پر ښځو د تشدد د مخنيوي مؤسسې او د مدني ټولنې فعالان وايي، په بلوچستان کې پر ښځو او نجونو د جنسي تېري پېښې کمې نهدي، خو وايي کورنۍ يې اکثراً د شرم او پېغور له امله خوله پر پټه کړي، د پوليسو څانګو تهيې نهرپوټ کوي، ځکه نو وخت پر وخت داسې پېښې کېږي.
رپوټ: بارکوال مياخېل