د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۷

اخندزاده: د طالبانو د ځينو قوماندانانو پلارونه د سولې شورا غړي دي


د افغانستان د مشرانو جرګې یو شمېر غړي ادعا کوي چې د سولې عالي شورا ځیني غړي له طالبانو سره اړیکې لري.

ښايي داسې پېښې ډېرې کمې وي چې هغه کسان کوم چې د سولې د هڅو لپاره ګمارل کېږي په خپله جګړې ته لمن ووهي او یاهم له جګړه کوونکو سره اړیکې ولري.

دا ځل د مشرانو جرګې یو غړی ادعا کوي چې د سولې عالي شورا ځیني غړي له خپلو موټرو په استفادې له هغو کسانو سره چې انتحاري حملې کوي هدف ته د رسېدو په برخه کې همکاري کوي او په دې اړه کره اسناد او شواهد له ځان سره لري.

د مشرانو جرګې غړی شیر محمد اخندزاده چې د سولې عالي شورا غړی هم دی د دوشنبې په ورځ‌یې ازادي راډیو ته وویل چې د سولې شورا د ځینو غړو زامن په هلمند کې د طالبانو قوماندانان دي او پلارونه‌یې هم ترې ملاتړ کوي.

اخندزاده: د سولې شورا ځیني غړي طالبانو سره اړیکې لري.
اخندزاده: د سولې شورا ځیني غړي طالبانو سره اړیکې لري.

نوموړي زیاته کړه:

"زه تشویش لرم چې کابل ته کوم انتحاریان داخلېږي د همدوی په موټرو کې راځي ځکه چې پولیس له دوی څخه پوښتنه نه‌شي کولای دوی د وسلو جواز لري، معتبره خلک دي په دولت کې کار کوي، خو زامن‌یې په طالبانو کې قوماندانان دي."

ښاغلی اخندزاده وايي، په دې اړه کره شواهد او اسناد لري او هر کله چې امنیتي بنسټونه ورڅخه وغواړي دی حاضر دی چې په واک کې یې ورکړي.

کلونه کېږي چې په امنیتي او استخباراتي بنسټونو کې د وسله‌والو مخالفینو د نفوذي عواملو د تصفیې خبره کېږي، خو دا لومړی ځل دی چې د سولې عالي شورا ځيني غړي له طالبانو سره د اړیکو په لرلو د مشرانو جرګې د یوه غړي له‌خوا تورن کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کېږي چې د سولې د عالي شورا پخواني سلاکار عبدالحکیم مجاهد هغه څرګندونو هم چې ګواکې طالبان‌یې د سولې فرشتې بللې وې غبرګونونه راوپارول او د دې لامل شول چې دی له دندې لیرې شي.

خو د افغانستان د سولې عالي شورا بیا وايي، دا ډول ادعاوې باید له کره اسنادو او شواهدو سره مطرح شي.

د سولې عالي شورا ویاند امین‌الدین مظفري وايي چې د سولې عالي شورا غړي له سلا مشورو وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري انتخاب شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"کوم تورونه چې مطرح کېږي سند ته ضرورت لري که څوک دا ډول اسناد لري کولای شي چې له قانوني لارو ادعا وکړي له هغې پرته د یوه بنسټ بدنامول عادلانه قضاوت نه‌دی."

د حکومت لوړپوړو چارواکو تل په نظام کې دننه د دښمانانو د نفوذي عواملو په اړه ویلي خو پوښتنه دا ده چې ولې په دې برخه کې اقدام نه‌کېږي؟

ستانکزی: په حکومت کې به د جاسوسانو د فعالیت مخه ونیسم

د سیاسي چارو کارپوه خالد سادات وايي، د یاد جریان پټول د ملي ګټو پر ضد تمامېږي او یو ډول فساد دی.

نوموړی وايي، که مسؤل چارواکي په دې برخه کې خپل مسؤلیت ادا نه‌کړي د حکومت او خلکو تر منځ به واټن لا زیات شي.

نوموړي زیاته کړه:

"هر هغه څوک چې د افغانستان پټ رازونه نورو دولتونو او یا کړیو ته سپاري هغه باید د افغانستان خلکو ته روښانه شي او که چېرې داسې مسایل د کشفي بنسټونو له لورې نه‌تعقیبېږي او پټ پاتې کېږي د افغانستان پر حکومت به د خلکو باور نور هم کم شي."

د ښاغلي سادات په خبره په کاره ده چې حکومت په دې برخه کې پر خپلو ځینو کړنلارو بیا غور وکړي او د جاسوسانو پر ضد جدي اقدام وکړي.

خو له دې ټولو سره-سره شااوخوا نهه میاشتې وړاندې ولسمشر غني ویلي د هغو کسانو په وړاندې نور مصلحت نه‌کېږي چې د نظام له امکاناتو په استفادې له وسله‌والو مخالفینو سره مرسته وکړي او د دښمن ژرندې ته اوبه واچوي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG