د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

مسعود: افغان حکومت کې د ګاونډيو هېوادونو استخباراتو نفوذ کړى


د اصلاحاتو او ښې حکومتوالۍ په چاروکې د ولسمشر فوق‌العاده استازى وايي، په افغان حکومت کې د ګاونډيو هېوادونو استخباراتو نفوذ کړى او په مهمو ولايتونو کې د پراخو عملياتو مخه نيسي.

احمد ضيا مسعود چې نن‌يې په هرات ولايت کې يوې غونډې ته وينا کوله، وويل چې دغه هېوادونه نه‌غواړي چې په کندز او هلمند کې روانه جګړه پای ته ورسېږي او د اغېزناکو عملياتو مخه نيسي.

ښاغلی مسعود زیاتوي:

"زموږ په بنسټونو کې ځيني عوامل شته چې هغه د طالبانو نفوذي عوامل او د سيمې د هېوادونو استخبارات دي، دوى نه‌پرېږدي په هغو ولايتونو کې چې موږ ته ډېر اهميت لري، سم عمليات وشي."

ښاغلي مسعود د دغو هېوادونو نومونه وانه‌خيستل.

ده واليانو او امنيه قوماندانانو ته د زياتو صلاحيتونو غوښتنه وکړه چې په باور يې دا کار کولاى شي په بېلابېلو ولايتونو کې پر امنيتي، اقتصادي او اداري چارو مثبت اغېز وکړي.

XS
SM
MD
LG