د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۷

دفاع وزارت: ترورېستانو په اړه د "متېس" ژمنې هیله بخښونکي دي


د امریکا متحده ایالاتو دفاع کاندید وزیر جېمز متېس
د امریکا متحده ایالاتو دفاع کاندید وزیر جېمز متېس

د افغانستان دفاع وزارت د امریکا متحده ایالاتو د دفاع کاندید وزیر له وروستیو څرګندونو هرکلی وکړ او ویې‌ویل تمه ده چې جېمز متېس په افغانستان کې له ترورېزم سره د مبارزې برخه کې پراخه همکاري وکړي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش پرون شپه ازادي راډیو ته وویل، له افغان پوځ سره د همکارۍ او د پاکستان په خاوره کې د ترورېستانو د ځالو د له‎منځه وړلو په خاطر د جېمز متېس لېوالتیا او ژمنې هیله بخښوونکې دي.

د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش
د دفاع وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش

جنرال محمد رادمنش زیاته کړه:

"جېمز متېس چې د متحده ایالاتو د دواړو جرګو له‌خوا تائید شوی دی، پاکستان کې د ترورېستانو د ځالو موجودیت په اړه د هغه څرګندونې دا یو واقعیت دی چې خوشبختانه د امریکا دفاعي مقامات یو ځل بیا تائید کړ. جېمز متېس ویلي چې د افغان پوځ په اړه له افغان ولسمشر سره په یو لړ مسایلو کار کوي چې په یقین سره به ډېر مؤثر تمام شي. موږ د ښاغلي جېمز متېس له څرګندونو هرکلی کوو."

ښاغلي رادمنش وویل، افغان حکومت د پوځیانو د وړتیاوو د لوړولو په خاطر له امریکا او ناټو سره امنیتي او دفاعي تړونونه هم لري چې یادې همکارۍ ټولې د همدغو تړونونو پر اساس ترسره کېږي.

متقاعد جنرال جېمز متېس ویلي چې له افغان حکومت سره په ګډه د افغان پوځیانو د وړتیاوو په لوړولو او په هغو مواردو کار کوي چې دا پوځ ورته ضرورت لري.

ښاغلي متېس تېره پنجشنبه د سنا جرګې د پوځي خدماتو کمېټې ته دا هم وویل چې پاکستان کې د افغان طالبانو او نورو اړوندو ګروپونو امن ځالې او ازاد تګ راتګ د افغان پوځ لپاره یوه لویه ننګونه ده او باید مخه‌یې ونیول شي.

متقاعد جنرال جېمز متېس
متقاعد جنرال جېمز متېس

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په پاکستان ټینګار کوو چې د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد اړین ګامونه پورته کړي."

جېمز متېس د جمعې په ورځ د امریکا استازو جرګې د یوې استثنايي مصوبې له مخې دفاع وزارت ته ومانه او سپینې ماڼۍ هم ویلي که دا مصوبه مخکې له دې چې ډونالد ټرمپ د جنورۍ په شلمه لوړه وکړي د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته ورسېږي هغه به‌یې لاسلیک کړي.

متقاعد جنرال ۶۶ کلن جېمز متېس په افغانستان کې د امریکا د ځانګړو ځواکونو د یوې ډلې قوماندان پاتې شوی او هم‌یې په امریکا کې دننه د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له لوري د افغانستان جګړه اداره کړې ده.

د افغانستان دفاع وزارت مرستیال ویاند ښاغلی رادمنش وايي، افغانستان کې د جېمز متېس پوځي تجربه به افغان پوځ لازیات برلاسی کړي چې وکولای شي ترورېستان په ښه توګه له‌منځه یوسي.

رادمنش: رادمنش وايي، افغانستان کې د جېمز متېس پوځي تجربه به افغان پوځ لا زیات برلاسی کړي.
رادمنش: رادمنش وايي، افغانستان کې د جېمز متېس پوځي تجربه به افغان پوځ لا زیات برلاسی کړي.

جنرال محمد رادمنش زیاته کړه:

"جېمز متېس چې کله په افغانستان کې و، له ترورېستانو سره په مخامخ جګړه کې یې ډېر ښه فعالیتونه وکړل. یقیناً چې اوس دفاع وزارت ته ورځي زه ډاډه یم چې هم د زیات واک او هم پراخ کار په خاطر به موږ په افغانستان کې له ترورېزم سره په ښه توګه مبارزه وکړو. همداراز به ترورېستان له داسې ننګونو سره مخ شي چې بلاخره‌یې په ناکامي تمام شي."

اخوا په افغانستان کې د امریکایي او ناټو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن ښاغلی متېس د دفاع وزارت لپاره یو بې‌جوړې کس یادوي.

جنرال نېکلسن څه وخت مخکې له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې جنرال متېس یو الهام بخښونکی رهبر یاد کړ او ويې‌ویل چې هغه به موږ په ښه توګه اداره کړي.

جنرال نېکلسن جنرال متېس یو الهام بخښونکی رهبر یاد کړ
جنرال نېکلسن جنرال متېس یو الهام بخښونکی رهبر یاد کړ

جنرال جان نېکلسن زیاته کړه:

"په ۲۰۰۶ میلادي کال کې کله چې زه په افغانستان کې وم او رتبه مې هم ډګروال وه دا موقع مې ترلاسه کړه چې له څلور ستوریز جنرال جېمز متېس سره وګورم. هغه یو الهام بخښونکی رهبر دی. که هغه ومنل شي موږ د افغانستان او سیمې په اړه د یوې ښې تجربې لرونکي وزیر څښتن شو. هغه څوک چې کولای شي موږ په ډېره ښه توګه اداره کړي."

د امریکا متحده ایالاتو د دفاع کاندید وزیر په داسې حال کې له افغان پوځ سره د زیاتې همکارۍ او د ترورېستانو د له‎منځه وړلو ژمنه کړې چې لا هم افغانستان د سختو نا امنیو شاهد دی.

یوازې تېره سې شنبه څه باندې ۵۰ کسان په کابل، کندهار او هلمند کې د انتحاري حملو او چاودنو له امله ووژل شول او تر سلو زیات کسان هم ټپيان شول.

چارواکو که څه هم دا کال له ننګونو ډک بللی خو ویلي یې دي چې افغان پوځ د خپلې خاورې د ساتنې لپاره له مخکې لا ډېر چمتووالی لري.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG