د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

د افغانستان پر خصوصي پوهنتونونو نوی بندیز ولګول شو


د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت په ټول هېواد کې پوهنتونو او د لوړو زده کړو موسسو ته مکتوب لېږلی او غوښتنه يې کړې چې چې له دې وروسته بهرني ښوونکي لکه پاکستانيان او ايرانيان استخدام نه کړي.

د لوړو زده کړو وزارت د وروستۍ پرېکړې له مخې، وروسته له دې خصوصي پوهنتونونه اجازه نه لري چې پاکستاني او ایراني ښوونکي استخدام کړي.

دا ممنوعیت د افغانستان پر ټولو خصوصي پوهنتونو پلی کېږي.

​د لوړو زده کړو وزارت خصوصي پوهنتونو او لوړو زده کړو موسسو رئیس امير محمد کامه وال له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"دا پرېکړه ما پخپله ولیکله چې له مخې به يې د لوړو زده کړو وزارت د نړيوالو پوهنتونو له ښوونکو سره ستونزه نه لري، خو د هغو ښوونکو مخه به ونيول شي چې له ايران او پاکستانه راغلي او په خپلو هېوادونو کې نه سويه لري او نه کار لري."

ښاغلی کامه وال د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د دې اقدام هدف د هغو پاکستاني او ايراني کسانو د مقرريو مخه نیول بولي چې پرته له لوړو زده کړو کولو په افغانستان کې په خصوصي پوهنتونو کې استادان دي.

اوسمهال د افغانستان د لوړو زده کړو له وزارت سره ۶۸ خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې ثبت دي.

د افغان پامير د لوړو زده کړو موسسې علمي مرستيال نجيب الله شېرزاد له ازادي راډيو سره په خبرو کې د لوړو زده کړو وزارت د دې اقدام په اړه ناخوښي څرګنده کړه.

​نوموړي زیاته کړه:

"د کمپيوټر ساينس، بزنس ادمنستريشن او یو شمېر نورې رشتې چې نن سبا په نړۍ کې رايج دي، مخکې د افغانستان په دولتي تحصیلي ادارو کې نه وې او موږ نن اړ شوي یو چې د دغو رشتو د تدريس لپاره بهرني ښوونکي په ځانګړې توګه له ګاونډي هیوادونو راوغواړو."

د ښاغلي شېرزاد په وينا، هر ښوونکی چې په خصوصي پوهنتونو کې د تدريس لپاره استخدام شوی، معتبر تحصيلي اسناد يې درلودل او د دغو پوهنتونو مسئولینو له بشپړه اطمنان وروسته او تر پړاوونو تېرېدو وروسته يې تدریس پيل کړی دی.

په همدې حال کې په کابل پوهنتون کې د ظرفيت د انتقال پخوانی مسئول نعیم افضلي وايي، په افغانستان کې دولتي پوهنتونونه هم د کدرونو له کمښت سره مخامخ دي او له همدې کبله بهرنيو کدرونو ته اړتیا ده.

دی د لوړو زده کړو وزارت دا اقدام مناسب نه بولي او وايي:

"د افغانستان اکادميک ظرفيت ته په کتو سره، دا اقدام پر ځای نه دی ځکه افغانستان د کدر له کمي سره مخامخ دی او موږ د پاکستان او ايران کدرونو ته اړتيا لرو ځکه په افغانستان کې تر اوسه په ډېری رشتو کې د ماسترۍ زمينه نه ده برابره، د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت دا اقدام تر ډېره سياسي جنبه لري."

د افغانستان د خصوصي پوهنتونو مسئولين وايي، پاکستاني او ايراني استادان په لږ مزد په پوهنتونو کې تدريس کوي او دوی د لويديځ هېوادونو استادانو ته د لوړو معاشونو ورکولو توان نه لري.

XS
SM
MD
LG