د استقلال روغتون مشر: موږ ته د دارالامان له پېښې ۲۰ مړي راوړل شوي
کابل ښار نن بیا د دوو پرلهپسې چاودنو شاهد وو. دا چاودنې نن سې شنبه مازيګر د لسو دقیقو په فاصله کې د دارالامان پر سړک وشوې. د کابل امنیتي مسؤلین تائیدوي چې په دې چاودنو کې مرګ ژوبله رامنځته شوې. د کابل ښار د اوومې امنیتي حوزې امر احمد ولي صبوري ازادي راډیو ته وویل چې دواړه حملې انتحاري وې چې د ده په خبره د دوو موټرو په واسطه ترسره شوي. ښاغلي صبوري وویل چې لومړۍ حمله د ملي امنیت د پنځم ریاست په دروازه کې شوې او دوهمهیې د افغانستان امریکایي پوهنتون ته نېږدې سیمه کې شوې ده. وېډیو او اېډېټ: ولي سباوون او ابراهیم صافی