د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۳ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۱:۰۴

د هاشمي رفسنجاني پر مړینې د سیمې د مشرانو عکس‌العملونه


د ایران د پخواني ولسمشر هاشمي رفسنجاني پر مړینې د سیمې بېلابېلو هېوادونو عکسل‌العملونه څرګند کړي دي.

رفسنجاني د زړه د حملې له امله د یکشنبې په ورځ د ۸۲ کلنۍ په عمر مړ شو.

په ایران کې د هغه پر مړینې درې ورځې ملي ویر اعلان شوی دی.

رفسنجاني د یکشنبې په ورځ د زړه د حملې له امله مړ شو.
رفسنجاني د یکشنبې په ورځ د زړه د حملې له امله مړ شو.

رفسنجاني د ۱۹۸۹ او ۱۹۹۷ کلونو تر منځ دوه دورې د جمهور رئیس په توګه دنده ترسره کړې او تر مړینې یې د «تر ټولو ځواکمنې د تشخیص مصلحت نظام د شورا» مشري کوله.

د بحرین د بهرنیو چارو وزیر چې هېواد یې له اوږدې مودې راهیسې ایران د دې هېواد په کورنیو چارو کې په مداخلې تورن کړی، په هغه پیغام کې چې د ټویټر له لارې یې استولی یوازې ویلي چې رفسنجاني دې خدای وبخښي.

حماد: له لوی خدایه د هغه روح ته دعا کوو.
حماد: له لوی خدایه د هغه روح ته دعا کوو.

د بحرین پاچا حماد بن عیسي‌الخلیفه ایران ته د خواخوږي په جلا استولي پیغام کې ویلي چې له لوی خدایه د هغه روح ته دعا کوي او د ایران ولسمشر، د دې هېواد خلکو او د هغه کورنۍ ته د خواخوږۍ مراتب وړاندې کوي.

د سعودي سني واکمني چې په سیمه کې د شیعه ایران ستره سیاله ده سمدستي د رفسنجاني د مړیني له امله د خواخوږۍ پیغام نه‌دی استولی خو د دې هېواد یوه دولتي ټلوېزیون د مجاهدین خلق له یوه چارواکي سره مرکه خپره کړې چې رفسنجاني یې په ۱۹۸۸ کال د ایران او عراق تر منځ د جګړې په پای کې د زرګونه بندیانو په اعدامولو کې ښکېل بللی دی.

د کوېټ واکمن امیر شیخ صباح‌الاحمد الصباح د رفسنجاني د مړينې په اړه د خواشینۍ په استولي پیغام کې له خدایه غوښتي چې پر مرحومې ورحمېږي.

الصباح: له خدایه غواړو چې پر رفسنجاني ورحمېږي.
الصباح: له خدایه غواړو چې پر رفسنجاني ورحمېږي.

قطر چې د خلیج په اوبو کې له ایران سره د ګازو شریکې طبیعې زېرمې لري، د رفسنجاني پر مړینې د خواخوږۍ پیغام د دې هېواد واکمن امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني استولی دی.

متحده عربي اماراتو چې پر فدرالي اوو سیمو یې شیخان واکمن او په‌کې ایرانیان د قومي لږکیو لویه برخه جوړوي، د رفسنجاني پر مړینې د دې هېواد د مشرتابه له لوري ایران ته په استولي پیغام کې د بهرنیو چارو وزیر انور قرقاش چې پر ایران د خلیج هېوادونو تر ټولو سخت انتقادي چارواکی دی، ویلي چې رفسنجاني د سیاسي ریالیزم یا واقعبیني او د ایران د اعتدال یو غږ و.

د ایران د اپوزېسېون مجاهدین خلق ډلې سیاسي مشرې مریم رجوي په یوه پیغام کې ویلي چې دا هیله‌منده ده چې د رفسنجاني په مړینې سره به د ایران اسلامي جمهوريت وپاشل شي.

رجوِِي: د رفسنجاني مړینې سره به د ایران اسلامي جمهوريت وپاشل شي.
رجوِِي: د رفسنجاني مړینې سره به د ایران اسلامي جمهوريت وپاشل شي.

مېرمن رجوي ویلي د اکبر هاشمي رفسنجاني په مړينې سره یوه له هغو دوو مهمو اساسي ستنو چې د ایران د فاشیستي مذهبي واکمنۍ تعادل‌یې ساتلی و، ونړېده او دغه رژیم په بشپړه توګه د نابودۍ په حال کې دی.

XS
SM
MD
LG