د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۹

اميري: پر کان کيندونکې حمله ښايي داعش کړې وي


انټرنشنل بزنس ټايمز:

کاناډايۍ انلاين خپرونې انټرنشنل بزنس ټايمز په خپله يوه تازه ليکنه کې په بغلان کې د کان کيندونکو پر وژل کېدو تمرکز کړى چې پرون يکشنبه يې مړي د څرخي الوتکو په مرسته دايکنډي ولايت ته انتقال شول.

پېښه د جمعې په ورځ د بغلان ولايت په تاله و برفک ولسوالۍ کې وشوه. د تاله و برفک ولسوال فيض محمد اميري ويلي چې دغه حمله ښايي د داعش ډلې کړې وي.

ده ويلي چې د پېښې ټول قربانيان د ډايکنډي ولايت اوسېدونکي او شيعه ګان وو.

انټرنشنل بزنس ټايمز خپرونې د وژل شويو کان کيندونکو شمېر ٨ تنه ښوولى دى، خو په ځينو نورو رسنيو کې دغه شمېر تر ١٠ زيات ښوول شوى دى.

د خپرونې په حواله پېښه په داسې ځاى کې شوې چې د سخت دريځو وسلوالو په کنټرول کې ده؛ خو د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته ويلي چې وسلوال طالبان په دې پېښه کې لاس نه لري.

طالب وياند اربکي وسلوال په دې حمله کې په لاس لرلو تورن کړل.

خپرونې ليکلي تر دې مخکې هم هزاره ګان په کابل کې په يو لړ بمي حملو په نښه شوي چې داعش سخت دريځې ډلې يې مسووليت منلى دى.

د افغانستان د اجرائیه ریاست دوهم مرستیال محمد محقق په دې تړاو ويلي: "افغانان په خپلو کې یو دي او د داعش منفوره ډله باید دا فکر ونه کړي چې مذهبي شخړو ته په لمن وهلو سره به دوی جلا کړي."

انټرنشنل بزنس ټايمز د ليکنې په وروستيو کې د بغلان د امنيې قوماندان مل پاسوال نور حبيب ګلبهاري خبرې رااخيستې چې ويلي يې دي: ځينې کسان وايي چې حمله کوونکي د داعش ډلې غړي وو، خو موږ تر دې مخکې په بغلان کې د داعش د حضور په اړه استخباراتي معلومات نه لرل.

ون انډيا:

هندۍ انلاين خپرونې ون انډيا "One India" د کرکټ د پېژندل شوي لوبغاړي شاهپور ځدراڼ په باب ليکنه خپره کړې چې وسلوالو کسانو د شنبې ناوخته ورباندې حمله وکړه.

د کابل په بګرامۍ ولسوالۍ کې، په دې حمله کې شاهپور ته چې له خپل ورور سره کور ته روان و- زيان نه دى رسېدلى.

شاهپور ځدراڼ چې ډېره موده د کرکټ په ملي ټیم کې نه‌و او یو ځل بیا ملي ټیم ته وبلل شو د راپورونو پر اساس څو ورځې مخکې هم د خوست د کرکټ سټېډیوم د پرانیستې په مراسمو کې پرې د برېد هڅه شوې وه.

ون انډيا ليکلي، د شکر ځاى دى چې د کرکټ دغه ٣١ کلن لوبغاړي ته په دې وسلواله حمله کې زيان ونه رسېد.

دغې هندۍ خپرونې د کرکټ په ډګر کې د شاهپور ځدراڼ لوبو ته اشاره کړې چې د خپل هېواد لپاره يې په ٣٩ يو ورځنيو يا پنځوس اووره نړيوالو مسابقو کې ٤١ ويکټې او په ٢٧ شل اووره نړيوالو مسابقو کې ٢٦ ويکټې اخيستې دي.

XS
SM
MD
LG