د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۵

د بلخ غالۍ پلورونکي: د افغاني غالیو بازار له ماتې سره مخ دی


Afghanistan -- A shopkeeper waits for customers in his shop on Chicken Street in Kabul, 03Mar2012
Afghanistan -- A shopkeeper waits for customers in his shop on Chicken Street in Kabul, 03Mar2012

د افغاني غالیو پلورونکي په مزارشریف کې د یادو غالیو ته د بازار له نشتون څخه شکایت لري او دولت د غالۍ اوبدنې صنعت ته په بې پامۍ ترونوي.

دا پلورونکي دا هم وايي چې هر کال زرګونه متر مکعب افغاني غالۍ له پروسس او دسته بندۍ وروسته پاکستان ته قاچاق کېږي او له هغه پس د یاد هېواد په ارم او نښه نړېوالو بازارنو ته عرضه کېږي.

په مزارشریف کې ځیني غالۍ او لمڅي پلورونکي وايي چې د دولت له لور د خارجي غالیو پر وارداتو د تعرفه نه وضع کول او د مالیاتو کموالی د دې سبب شوی چې د افغاني غالۍ بازار له ماتې سره مخ شي.

"د افغاني غالیو وضعیت په بازار کې ډېر ښه نه دی، هېڅ خرڅلاوی نه لري ځکه قیمتونه ډېر لور دی او بازار کې بې کیفیته خارجي غالۍ زیاتې شوي او ارزانه هم دي په همدې دلیل موږ په ستونزو کې یو."

"دولت باید پر خارجي غالیو چې له بهر څخه افغانستان ته را لېږدول کیږي، تعرف او مالیات زیاد کړي، ځکه چې د هېواد خپل محصولات او تولیدات مو هم بازار ومومي او د افغاني غالیو بازار له ماتې څخه وژغورل شي."

هخوا بیا په شمال زون کې د افغاني غالۍ د اوبدونکو د اتحادیې مشر ستاز بیکزاد وايي چې هنوز هم افغاني غالي په قاچاق توګه پاکستان ته صادرېږي.

دوی وايي، دا کار ډېر هغه سوادګر کوي چې افغانان دي او په پاکستان کې کارو بار لري، دی وايي چې دولت باید د غالۍ د صنعت د ساتنې لپاره جدي هڅې ترسره کړي او د قاچاق مخه ونیسي.

ښاغلي بیکزاد پاکستان ته د افغاني غالیو د قاچاق په اړه زیاته کړه:

"د دولت د نه پاملرنې په خاطر یو شمېر کسان، افغاني غالۍ له پروسس او تولید وروسته پاکستان ته قاچاق کوي او پاکستان یې په خپل ارم او نښه بیا نړېوالو بازارونو کې پلوري."

په همدې حال کې د بلخ د تجارت او سوداګرۍ ریاست وايي چې د خارجي قاچاقي صادراتو پر مخ د افغانستان د پولو خلاص والی د دې سبب شوی چې د افغاني غالیو بازار له ماتې سره مخ شي.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG