د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۴۰

روسیه: طالبان داعش سره مبارزه کې د یوه دفاعي دیوال رول لري


د روسيې حکومت په افغانستان کې د امریکا د ۱۵کلنې روانې جګړې په ترڅ کې د لومړي ځل لپاره په ښکاره له طالبانو ملاتړ څرګند کړی دی.

روسیې، چین او پاکستان د مسکو په وروستۍ غونډه کې له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د طالبانو پر وړاندې خپل دریځ نرم کړي.

روسیه استدلال کوي چې طالبان د اسلامي دولت په نامه ډلې یا داعش سره په مبارزه کې د یوه دفاعي دیوال رول لري.

خو د امریکا پوځ وايي، د روسيې له‎خوا د طالبانو ملاتړ په افغانستان کې د ناټو هڅې او د طالبانو پرضد د دې تړون جګړه زیانمنوي.

د روسيې بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخروا د مسکو له درې اړخېزې غونډې وروسته خبریالانو ته وویل، مسکو، پیکینګ او اسلام‎اباد په افغانستان کې د داعش له فعالیتونو اندیښنه لري.

د روسيې بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخروا
د روسيې بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا زخروا

هغې وویل چې درې واړو هېوادونو د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو د پرمختګ لپاره د ملګرو ملتونو له تور لیسته د یو شمېر طالب مشرانو د نومونو په ایستلو موافقه کړې ده.

طالبانو هم له خپل لوري د مسکو درې اړخیزه غونډه ستایلې ده.

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت مشر جنرال جان نیکلسن تېره میاشت وویل، طالبانو ته د مشروعیت ورکولو لپاره د روسيې هڅې پر حقیقت ولاړې نه دي بلکې له لارې د طالبانو پرضد د افغان حکومت او ناټو هلې ځلې زیانمنې کېږي.

روسان بیا پر خپل استدلال ټینګار کوي او وايي چې طالبان افغانستان پورې مربوطه ډله او باید د داعش پر ضد مبارزه وشي چې یوه نړیوال تروریستي سازمان دی.

خو د افغانستان لپاره د روسيې ځانګړی استازۍ ضمیر کابلوف دا مني چې یو شمېر طالبان لاهم سخت دریځ لري.

د نوموړي په خبره حقاني شبکه او د دې طالبانو یو شمېر غړي داعش ته ورته سخت دریځه دي.

د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني بیا د طالبانو د مشر مرستیال دی.

لانګ وار ژورنال لیکلي څرنګه چې د روسيې استازي ویلي سراج الدین حقاني د القاعده له نېږدې ملاتړو څخه دی او د هغو اسنادو له مخې چې د اسامه بن لادن د وژل کیدو په ځای کې ترلاسه شوي ښيې چې حقاني شبکه او القاعده په افغانستان کې نېږدې فعالیت لري.

د افغانستان لپاره د روسيې استازي ضمیر کابلوف ویلي داعش د القاعده په مقایسه ډېر په هوښیارۍ عمل کوي او د القاعده له ټولو خطاګانو يې درس اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG