د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

سرخط: ۲۰۱۶ میلادي کال د افغانانو لپاره خونړی کال و


نن د ۲۰۱۷ میلادي کال لومړۍ ورځ ده، کابل چاپ ورځپاڼو هم په خپلو ننیو ګڼو کې په همدې تړاو یو شمېر لیکنې چاپ کړې دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، تېر ۲۰۱۶ میلادي کال د افغان حکومت، امنیتي ځواکونو او ان عامو افغانانو لپاره یو خونړی کال و.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، په دغه کال کې د افغانستان ډېری ولایتونه د وسله والو د فعالیتونو د پراخوالي او د جګړې د شدت شاهدان وو.

کندز سقوط وکړ، هلمند تر بدو بدتر شو، روزګان خونړۍ جګړه تجربه کړه، ننګرهار د یوې بدې کیسې یعنې داعش د اور په لمبو کې وسوځېده خو د ټولو سره سره دا پردۍ جګړه په تش لاس او نه امکاناتو افغان امنیتي ځواکونو ته ورترغاړه ده چې په همدې تش لاس یې مخته وړي.

د نړیوالو همغږي او تړونونه چې ورسره شوي وو، د یخ پر مخ لیکل وو، یوازې د هغوی په ګټه تمام شول خو موږ به یې په بدل کې نور هم سوځېږو.

د سر مقاله لیکونکي په باور، په ۲۰۱۷ کې باید د لومړیتوبونو په ډول د سولې لپاره په یوې نوې او بریالۍ طرحې او میکانیزم کار وشي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله کې، په ۲۰۱۷ کال کې د سولې لپاره کوم پیغام نه دی ورکړی بلکې د جګړې له لارې یې د حکومت د وسله والو مخالفینو د ځپلو خبره کړې ده، هېواد لیکلي، نوی میلادي کال د سترو بریاوو په هیله پیلوو.

په سرمقاله وړاندې راغلي، تېر ۲۰۱۶ کال د افغانستان لپاره له نګونو ډک و، خو سرمقاله لیکونکی لیکلي، د افغانستان د امنیتي ارګانونو د باوري خبرځایونو او د داسې نورو بې پرې کورنیو لو بهرنیو بنسټونو له قوله ۲۰۱۷ زېږدیز کال به د سترو او ښو لاسته راوړنو څخه ډک وي.

يه سر مقاله کې راغلي، په دې کال کې به افغان ځواکونو نور هم تجهیز او پیاوړي شي او د افغانستان پر ضد د سیمې او نړۍ د مغرضو استخبارتي شبکو روزل شوې ډلې به وځپي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، ۲۰۱۶ میلادي کال پای ته ورسېد، که په ټوله کې د تېر کال پر بهیر نظر واچوو په زغرده ویلی شو چې اسلامي نړۍ په تېره افغان ولس، عراق، سوریې، ترکیې او یمن ته دغه کال له بدمرغیو، مرګونو، ناهیلیو او ناخوالو ډک و.

د سرمقاله لیکونکي په باور، ښايي د دې ټولو د زړه له کومې دا دعا وي چې بیا یې راباندې غبرګ مه کړې.

په سرمقاله کې وړاندې راغلي، د اندېښنې خبره دا ده چې افغانان پر ۲۰۱۷ میلادي کال داسې مهال پښه ږدي چې د راتلونکي په اړه د خدای له رحم او کرم پرته هیڅ د هیلې او تمې بل لوری نه ویني او بهرنیو لوریو له پخوا څخه دا اعلان کړی چې ۲۰۱۷ کال به تر ټولو سخت او له جګړو او بدمرغیو ډک کال وي.

XS
SM
MD
LG