د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۴ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۲

د کندهار ـ هلمند لارې بندېدو په اړه د خلکو اندېښنې


د کندهار ـ هلمند ولایتونو اوسېدونکي وايي، د دغو ولایتونو ترمنځ د لوې لارې بندېدو، زیاتې ستونزې پېښې کړي دي.

د هلمند د ولایتي شورا او د کندهار اوسېدونکي وايي چې د کندهارـ هلمند د لوېې لارې تړل کېدو خلکو ته زیاتې ستونزې پېښې کړي او د دواړو سیمو د اوسېدونکو پر ژوند ېې، ناوړه اثر کړی دی.

د هلمند د ولایتې شورا رئیس کریم اتل وايي، پر دغه لاره د درې کنډکونو او سلګونو امینتې ځواکونو له موجودیت سره سره، شا اوخوا اووه ورځې کېږي چې دغه لار د طالبانو لخوا د انا امنیو او پلونو د ویجاړولو له امله، د ترافیکو پرمخ تړلې او خلک یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

ښاغلي اتل له ازادي راډیو سره په خبرو کې د هلمند ـ کندهار د لوېې لارې د تړل کېدو لامل، کمزوري او د امنیتي ارګانونو ترمنځ د همغږۍ نشتوالی په ګوته کړ.

اتل: د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي نشته.
اتل: د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي نشته.

نوموړي زیاته کړه:

"د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي نشته، هر څوک ورځ تېروي، مخالفین او دښمن هم دومره لوی قوت نه دی چې وتوانېږي هره ورځ زموږ څخه پوستې ونیسي او یا لاره بنده کړي، خو په خواشینۍ سره چې کمزوري زموږ ده،بې تفاوتي زموږ په نظامیانو کې ده."

د قاسم په نامه د کندهار ولایت یوه اوسېدونکي د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې عام خلک، سوداګر او ناروغان هېڅ څوک نه شي کولي چې له هلمند څخه کندهار او یا له کندهار څخه هملند ته لاړشي:

"طالبان په دغه لار کې ناست دي پر ملکي خلکو هم ‌‌ډزې کوي خلک وايي، که د شپې ښځینه ناروغه پیدا شي، نو نه شو کولی چې د نهرسراج له لارې کندهار او یا لښکرګاه ته لاړشو، موټر چلوونکو، ملکي او دولتي خلکو او هرچا ته سترې ستونزې پېښې دي."

دا لومړی ځل نه دی چې د کندهار ـ هلمند لویه لار، د ناامنیو له امله تړل کېږي بلکې شااوخوا څلور میاشتې مخکې هم دغه لار، ډېره موده د ترافیکو پر مخ تړلې وه چې بیا د عملیاتو په نتیجه کې خلاصه شوه.

د هلمند ـ کندهار لویه لاره د یوې ناامنې لارې په توګه بلل شوې چې موټر چلوونکو او مسافرو په کې ډېر ځله له ناامنیو او د دوی د ځانونو د نه خوندیتوب له امله شکایتونه کړي او ویل کېږي چې وسله والو مخالفینو پر دغه لاره، ماینونه هم ځای پرځای کړي دي.

په ورته وخت کې د د فاع وزارت وايي، د دغې لارې امنیتي ګواښونه یې له منځه وړي او ډېر ژر به د ترافیکو پرمخ خلاصه شي.

رادمنش: ډېر ژربه دغه لار خلاصه شي.
رادمنش: ډېر ژربه دغه لار خلاصه شي.

د دې وزارت د ویاند مرستیال محمد راد منش وايي:

"دې ته منتظر یو چې پلونه بیا ورغول شي، ځکه چې دا پلونه تروریستانو ویجاړ کړي او باید ترمیم شي، لږ څه امنیتي ګواښونه موجود وو، هغه مو رفع کړي، په دوه درې ورځو کې به دغه لاره خلاصه شي، ان شاءالله پلونه جوړېږي او د خلکو وسایط به پرې تګ راتګ وکړي."

د هلمند د ولایتې شورا رئیس دا هم وویل چې څلور میاشتې مخکې یاده لار د عملیاتو په نیتجه کې چې د واړو لورو ته په کې مرګ وژوبله واوښته، خلاصه شوه، خو د حکومت د نه پاملرنې له امله خوندي پاتې نه شوه.

د کندهار او هلمند ولایت اوسېدونکي له حکومت نه غواړي چې دغه لار دې ژر ترژره خلاصه او د دوې خوندتیوب ته دې تدابیر ونیسي او که نه نو، خلک به بیا بیا له امنیتي، اقتصادي، روغتیايي او داسې نورو ستونزو سره مخ شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG