د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

الکوزی: د "WTO" له غړیتوبه سمه ګټه نه‌ده پورته شوې


د سوداګرۍ نړیوال سازمان یا «WTO» کې د افغانستان له غړیتوبه شپږ میاشتې تېرېږي خو د سوداګرۍ خونه وايي هغه مزایایې چې افغانستان باید له دې اړخه تر لاسه کړې وی نه‌يې دي حاصلې کړي.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی په دې باور دی چې د دغه غړیتوب څخه د استفادې لپاره دولت ځيني قوانین تصویب کړل خو د سوداګرۍ او بهرنیو چارو وزارتونو د نه‌پاملرنې له امله د افغانستان ډېر وخت ضایع شوی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی
د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی

ښاغلي الکوزي زیاته کړه:

"موږ تر اوسه پورې یوه سلسله تخنیکي او نورې ستونزې لرو، له تخنیکي پلوه معیارتوب او سرټیفیکټ د پام وړ موضوعات دي، همدارنګه د پالېسۍ له مخې د یوه پیاوړي ټیم درلودل دي چې باید په جینوا کې یې ولرو او دا تر اوسه پورې نه‌دی ایجاد شوی، دولت تېز دی ولې د بهرنیو چارو او سوداګرۍ وزارتونو اقدامات تېز نه‌دي او هغه امتیازات چې موږ باید په تېرو ۶ میاشتو کې درلودلای نه‌دي تر لاسه کړي."

افغانستان شاوخوا ۱۱ کاله وړاندې د سوداګرۍ په نړیوال سازمان یا «WTO» کې د دایمي غړیتوب غوښتنه کړې وه چې د ۲۰۱۶ میلادي کال د جون میاشت کې یې غړیتوب ومنل شو.

افغانستان ته له غړیتوب ورکولو سره د دغه سازمان د غړو شمېره ۱۶۴ هېوادونو ته ورسېده او تر ډېره تمه دا وه چې له دې سره به په افغانستان کې د بهرنۍ پانګونې باور زیات، سوداګري او ټزانزیت به هم پیاوړی شي.

خو د سوداګرۍ خونې مرستیال ښاغلی الکوزی وايي چې د شپږو میاشتو له تېرېدو سره د انتقالاتو برخه کې لا هم ستونزې موجودې دي او د سوداګرۍ نړیوال سازمان اسانتیاوو ته د لاسرسي برخه کې افغان سوداګر له ستونزو سره مخ دي.

د بهرنیو چارو وزارت که څه هم تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي خو د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي چې د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې له غړیتوبه‌یې د پام وړ ګټې کړې دي.

د یاد وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، په هېواد کې پانګونه ډېره شوې او ټولو هغو امتیازاتو ته لاسرسی لري چې نور غړي هېوادونه ترې ګټه پورته کوي.

قوقندي وايي، په هېواد کې پانګونه ډېره شوې
قوقندي وايي، په هېواد کې پانګونه ډېره شوې

ښاغلي قوقندي زیاته کړه:

"هغه ګټې چې موږ تر لاسه کړي ډېرې دي سږ کال په افغانستان کې شاوخوا دوه میلیارده ډالره پانګونه شوې چې نېږدې یو میلیارد ډالر یې د انرژۍ برخه کې ده، د سوداګرۍ نړیوال سازمان کې له غړیتوب وروسته د تېر کال په پرتله زموږ صادرات سل میلیونه ډالره ډېر شوي، موږ اوس ۱۶۳ غړو هېوادونو ته صادرات لرو دا هغه ګټې دي چې موږ له دې غړیتوبه تر لاسه کړي او دا دوام لري."

هغه وايي چې دغه سازمان ته د یوه غړي په معرفي کولو هم کار روان دی او دولت د سوداګرۍ په نړیوال سازمان کې د ګډون څخه د استفادې په خاطر ځيني عملي اقدامات کړي دي.

له دې سره د اقتصادي چارو یو څېړونکی عبدالله واحدیار وايي، که څه هم افغانستان سږ کال د سوداګرۍ او ټرانزیت په برخه کې د ځينو سهولتونو شاهد دی خو له دې غړیتوب سره دا سهولتونه لا ډېرېدای شوی.

هغه وايي چې افغانستان دا غړیتوب په ډېرې سختی سره تر لاسه کړی او په کار ده چې د ساتلو لپاره‌یې لازم اقدامات په خپل وخت تر سره کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG