د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

مستند: کابل کې د هیروینو او چرسو ځای ځایګی معلوم شو


مستند: کابل کې د هیروینو او چرسو ځای ځایګی معلوم شو
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:20:19 0:00

د ازادي راډیو د یوه تحقیق له مخې د پلازمینې په ځینو سیمو کې په علني توګه د نشه‎يي توکي پیر او پلورل کېږي. زموږ خبریال واصل وصال په یوه تحقیقي مستند کې ځیني هغه مرکزونه موندلي چې هیروئین او چرس په کې پیر او پلورل کېږي. په دغه مستند کې یو روږدی د سید رحمان په مستعار نامه د نشه‎يي توکو له ځینو مرکزونو پوډر او هیرون پیرلي دي. نوموړی ادعا کوي چې په ځینو مواردو کې په خپله امنیتي مامورین د نشه‎يي توکو له کارو باریانو سره لاس لري. د اوومې حوزې اړوند واصل اباد ، اتمې حوزې اړوند د طلايي ښارګوټي شاته، بابر بڼ ته نېږدې ګذرګاه او د نادرخان تپه هغه سیمې دي چې د نشه‎یي توکو په‎کې په علني ډول پیر او پلورل کېږي. په دغه مستند کې به وګورئ چې نشه‎یي توکو څنګه او د چا له لوري پیر او پلورل کېږي؟او همدا راز دا به هم وګورئ د نشه‎یي توکو کاروباریان ان له ماشومانو هم ګټه اخلي. د نشه‎يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت که څه هم دا مني چې ګواکې ځیني امنیتي مامورین د نشه‎يي توکو له کاروباریانو سره لاس لري خو دا چې له امنیتي حوزو څخه د څارنه په برخه کې به څه وکړي ؟ د پولیسو اقدامات به په دې برخه کې څه وي ؟ په اړه یې جزئیات په دغه مستند کې لیدلای او اوریدلای شئ. چمتو کوونکی: واصل وصال ویډیو: ولي سباوون او ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG