د سوريې پلازمېنې دمشق ته نېږدې ځايي اوسېدونکي وايي، د سوريې پوځ، پلازمېنې ته نېږدې د اوبو هغه چينه قطع کړې ده چې د سيمې پنځه شپېته فيصده اوبه پوره کوي.
د سوريې پوځ د ياغيانو تر کنټرول لاندې سيمه باندې هوايي بمبارۍ زیاتې کړې دي.
د دمشق په شمال لوېديځ کې دا حملې تېره اوونۍ د دغې سیمې د نيولو په مقصد پيل شوې.
روېټرز خبري اژانس د ځايي اوسېدونکو او ياغيانو له خولې راپور ورکوي چې پوځيانو د جمعې له ورځې راهيسې د وادي براده په سيمه کې پر ګڼ شمېر ښارونو حملې پيل کړي دي.
دوی وايي، دغه سیمې ته تلونکې ټولې لارې او سړکونه د جمهوري ګارد او لبنان د شيعه حزبالله ډلې تر کنټرول لاندې دي.
ځايي اوسېدونکو روېټرز خبري اژانس ته ويلي چې د دوشنبې ورځې حملې پر بسمایه کلي متمرکزې دي چېرته چې پوځ او متحدانيې د لسو نورو کليو پر لور د پرمختګ هڅې کوي، دغه کلي يو لک اوسېدونکي لري.
روېټرز خبري اژانس د ياغيانو له خولې وايي چې د حلب له کنټرول وروسته پوځ هڅېدلی او اوس پر دغو خلکو زور راوړي چې يا خپل کورونه پرېږدي او يا هم له جګړو سره مخامخ شي.
د يو شمېر موافقو او پوځي حملو په ترڅ کې د روسيې د هوايي ځواک او د ايران پلوه ملېشو په ملاتړ د سوريې حکومت په دوامداره توګه د پلازمېنې شا او خوا وسلهوال مخالفین ځپي.
په وادي براده له چینې سره نېږدې، دغه سيمه د لبنان د پولې پر لور د دمشق څنګ ته پرته ده چې د ايران په ملاتړ فعالې حزبالله ډلې د اکمالاتو لاره ده.
حزبالله ډله د بشارالاسد تر څنګ په جګړه کې تر ډېره بريده ښکېل ده.
يوه ځايي اوسېدونکي ياغي، روېټرز خبري اژانس ته ويلي چې د هوايي بمباریو له کبله د عينالفيجه چینې د اوبو پايپلاين له کاره غورځولی دی.
دغه پايپ لاين په عادي حالاتو کې د پلازمېنې ګاونډیو سيمو ته پنځه شپېته فيصده اوبه رسوي.
ځايي اوسېدونکو او ياغيانو ويلي چې په بمباریو کې څوارلس ملکيان وژل شوي دي او په سيمه کې یو روغتیايي مرکز او يو ملکي دفاعي واحد ويشتل شوي دي چې په نتيجه کې يې سيمه محاصره شوې او خوراکي توکو ته د لاسرسي مخه نیول شوې ده.
پوځ ويلي، ترورېستان په نښه کوي.
د سوريې پوځ پر ياغيانو تور پورې کړی چې د چینې په اوبو يې ډیزل ګډ کړي او له همدې کبله د اوبو چارواکو ويلي چې دوی اړ شوي پلازمېنې ته له دې چینې اوبه قطع کړي او د لنډې مودې لپاره له نورو زېرمو اوبه کاروي.
مخکې هم په سیمه کې جنګياليو په ځلونو اوبه قطع کړي دي چې د سیمې پر لور د پوځيانو د پرمختګ مخه ونيسي.