د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۰

مستغني: د مسکو نننۍ غونډه کې موجود ګونګوالي اندېښمن کړي یو


مسکو نن د هغې غونډې کوربه دی چې په‌کې د درې هېوادونو روسیې، چین او پاکستان استازي ګډون کوي او د افغانستان پر وضعیت خبرې کېږي.

په دې غونډه کې افغانستان ته د ګډون بلنه نه‎ده ورکړل شوې او دا چې ولې؟ په اړه‌یې جزئیات نه‌شته.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني ازادي راډیو ته وویل، د یو هېواد په اړه خپله د هغه هېواد د استازي په نه‌موجودیت کې دا ډول غونډې پوښتنې راپورته کوي.

ښاغلي مستغني ازادي راډیو ته وویل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت، په دا ډول غونډو کې موجود ګونګوالی او ابهام د اندېښنې وړ بولي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني

ښاغلي مستغني زیاته کړه:

"د افغانانو په غیاب کې د افغانستان د وضعیت څېړل، که په نیک نیت هم وي، له یو پلوه نه‎شي کولای د وضعیت له ريښتیني څېړنې سره مرسته وکړي، له بل پلوه د افغانانو سره د دا ډول غونډو د اهدافو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي."

د دوشنبې په ورځ د افغانستان ولسي جرګې په مسکو کې د دې غونډې جوړېدل د افغانستان په چارو کې یوه څرګنده لاسوهنه وبلله.

د افغانستان ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي، د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې له افغان حکومته وغوښتل چې پر دې موضوع خپل دریځ روښانه کړي.

د افغانستان ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي
د افغانستان ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي

ښاغلي ابراهیمي زیاته کړه:

"دا د افغانستان په چارو کې یوه څرګنده لا‎سوهنه ده. موږ هیله کوو چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت به د دې پرېکړو په اړه له ګاونډیو هېوادونو سره اړیکې ولري."

د افغانستان مشرانو جرګې هم په مسکو کې د روسیې، چین او پاکستان درې اړخیزه غونډه د دې هېواد په چارو کې مداخله بللې.

یو شمېر نا تائید شوي راپورونه په دې غونډه کې د طالبانو د استازو د ګډون خبره هم کوي.

خو ایا کېدای شي چې داسې غونډې د خبرو اترو مېز ته د طالبانو پر حاضرولو تمامې شي؟

یو شمېر نا تائید شوي راپورونه په دې غونډه کې د طالبانو د استازو د ګډون خبره هم کوي.
یو شمېر نا تائید شوي راپورونه په دې غونډه کې د طالبانو د استازو د ګډون خبره هم کوي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغني وايي، دا غونډه به کومه مثبته نتیجه ونه‎لري.

نوموړی وايي:

"هغه غونډه چې ګوندې د افغانستان وضعیت په‌کې څېړل کېږي او په اړه‌یې د افغانستان له دولت سره مشوره نه‎ده شوې، یا دا چې افغان حکومت‌یې له جوړېدلو سره موافق دی او کنه دا په‌کې په پام کې نه‎ده نېول شوې او افغانستان په‌کې حضور نه‎لري، نه‎شي کولای چې ښې او مثبتې نتیجې ولري او یا دې ورته خوشبین واوسو."

چین او پاکستان چې نن په مسکو کې د دې غونډې اصلي ګډون‎وال دي په سیمه کې د یو بل کلیدي متحدان بلل کېږي.

روسیه چې د دې غونډې کوربه‌توب کوي په دې وروستیو کې یې له طالبانو سره له خپلو اړیکو پرده پورته کړې ده.

تېره اوونۍ په ملګرو ملتونو کې د روسیې استازي وویل، له طالبانو سره‌یې اړیکې یوازې په افغانستان کې د روسي وګړو د ساتنې لپاره دي څو هغوی ته د کار پر مهال زیان ونه‌رسېږي.

XS
SM
MD
LG