له نن نه ۳۷ کاله وړاندې په ۱۳۵۸ لمریز کال د جدي په شپږمه د پخواني شوروي اتحاد ځواکونو په افغانستان برید وکړ.
دغه برید ډېرېو افغانانو او د نړۍ هېوادونو په افغانستان تېرۍ وبللو.
د افغانستان ولسي جرګه وايي، په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد له برید وروسته افغانستان ښه ورځ ونه لیده او د افغانانو ټولې اقتصادي زېرمې او شتمنۍ له خاورو سره خاورې شوې.
د ولسي جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي وویل:
"دغه يرغل له يوې لسیزې څخه کمه موده دوام وکړ چې د تاریخ د يوې تورې دورې په توګه يادېږي چې په پایله کې یې میلیونونه افغانان ووژل شول، معلول، مهاجر او بې کوره شول."
افغانستان ته د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو په راتګ سره حفیظالله امین ووژل شو او ببرک کارمل واک ته ورسېد.
له دغه برید وروسته، يو شمېر افغانان د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو پر وړاندې مقابلې ته ودرېدل.
دغه ځواکونه څه باندې نهه کاله په افغانستان کې پاتې شول چې د افغانانو د پاڅونونو او وسلهوالو مبارزو وروسته د ۱۳۶۷ لمریز کال د دلوې په ۲۶مه نېټه له دې هېواده ووتل.
د راپورونو له مخې د دغو کلونو پر مهال په میلیونونه افغانان وژل شوي؛ ټپیان شوي او له خپل هېواده کډوالۍ ته اړه شوي دي.
خو برید کوونکو ته یې هم خطرناکې پایلې لرلې چې د پخواني شوروي اتحاد ټوټه کېدل دي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیه اوس هم د افغانستان په چارو کې دخیله ده او د يو شمېر راپورونو له مخې دغه هېواد له طالبانو سره پوځي مرستې کوي.
په ورته وخت کې د «بنیادې ازادګان مسلمان افغانستان» په نوم د بنسټ منشي عبدالرحیم رجا د دوشنبې په ورځ په کابل کې په یوې جلا غونډه کې د يوه پرېکړهلیک په خپرولو سره د پخواني شوروي اتحاد د يرغل د مادي او معنوي تاوان ترڅنګ د دغه يرغل عاملینو ته د سزا غوښتونکي شول.
ښاغلي رجا زیاته کړه:
"حقوق العبد خوندی دی،حکومت باید د زیانمنو شوېو او شهیدانو کورنیو غوښتنو ته رسېدګي وکړي، همدغه جنایت کاران چې پرون يې خلک په شهادت ورسول نن په قدرت کې دي."
بل خوا د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امېد میثم وايي چې حکومت د عدالت ټينګښت او د زیانمنو شوېو کورنیو د ادعاوو ارزونې ته ژمن دی.
ښاغلي میثم زیاته کړه:
"حکومت د عدالت د ټينګښت په هڅه کې دی، په هغه صورت کې چې ادعاوې په خلکو او حکومتي چارواکو وي د عدلي او قضايي بنسټونو له خوا څېړل کېږي او حکومت عدالت عملي کوي."
خو سره له دې چې له افغانستانه د پخواني شوروي اتحاد د ځواکونو له وتو ۳۷ کاله کېږي لا هم د سولې هیلې د افغانانو په زړونو کې غوټۍ پاتې دي.
د ولسي جرګې غړی نذیر احمد حنفي، په افغانستان د پخواني شوروي اتحاد برید د درېیو لسېزو جګړو او روانو بدبختیو زېږنده ګڼي.
راپور: واصل وصال