د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

بلخ سیمه ییز پوليس: جنګي امکانات او په وخت معاش نه راکول کېږي


په بلخ ولایت کې محلي پولیس د دولت مخالفو وسله‎والو پر وړاندې د جنګي امکاناتو له نشتون شکایت کوي او دولت دې سیمه ییزو ځواکونو ته په بې پامۍ تورنوي.

د بلخ د امنیې قومندانۍ د معلوماتو پر بنسټ چې یوازې په چمتال، چهاربولک او شولګره ولسوالۍ کې د ناامنیو د زیاتوالي په دلیل محلي پولیس فعالیت کوي.

په شولګره ولسوالۍ کې دا سیمه ییز پولیس ادعا کوي چې په موقع د دولت له لوري ورته معاش نه ورکول کېږي او همدارنګه نسبت دښمن ته د دوی وسلې او جنګي امکانات زاړه او ضعیف دي چې یاده موضوع سبب شوې څو دا ځواکونه د مخالفینو پر وړاندې جګړه کې ماته وخوري.

په شولګره کې د سیمه ییزو پولیسو د یوې ډلې مشر ممتاز احمد ازادي راډیو ته ویلي چې دولت باید له دې ځواکونو څخه هر اړخېز ملاتړ ترسره او دوی په مجهزو وسلو سمبال کړي.

ممتاز د محلي پولیسو د ستونزو په اړه داسې وویل:

"زموږ ستونزه همدا ده چې یو پر وخت معاش نه راکوي، بل دا چې د اعاشه او اباتې ستونزه هم لرو، موږ د نقلیه وسایطو د نشتون او وسلو له کموالي سره هم مخ یو."

چهاربولک ولسوالۍ د بلخ ولایت یو له ناامنو سیمو څخه شمېرل کېږي چې د امنیت د ټینګښت په مقصد دلته سلګونه سیمه ییز او ملي پولیس فعالیت کوي.

اقبال یعقوبي په چهاربولک ولسوالۍ کې د محلي پولیسو د یوې ډلې مشر دی، هغه ازادي راډیو ته وویل چې د دوی ځواکونه په خپله سیمه کې د امنیت د تأمینولو او له مخالفینو سره د جګړې اراده لري، خو ستونزه دا ده چې د بلخ امنیې قومندانۍ مناسب جنګي امکانات د دوی په اختیار کې نه دي ورکړي.

د محلي پولیسو دا سرګروپ هم د خپلو وسلو د زوړوالي او د جنګي او نظامي امکاناتو له نشتونه شکایت کوي.

اقبال یې په اړه وویل:

"د محلي پولیسو تقاضا نسبت نورو ته زیاته ده، ځکه چې فعلاً د افغانستان دښمنان مسلح دي، خو محلي پولیس له یوې پیکا او څلور میله کلاشینکوف چې هنګري وسله ده، له دښمن سره جنګېږي او په هره جبهه کې مو یو یا دوه ملګري شهیدانېږي."

ازادي راډیو د محلي پولیسو دا ستونزه د بلخ له امنیې قومندانۍ سره شریکه کړه، د بلخ امنیې قومندان سید کمال سادات د محلي پولیسو د یادو ادعاوو په ردولو سره وویل چې نسبت پخوا ته اوس د دې ځواکونه تنخوا زیاته شوې او د ملي پولیسو په شان ورته جنګي امکاناتو او وسلو ته لاس رسی لري.

همدا راز د بلخ امنیې قومندان د محلي پولیسو له چلنده شکایت کوي او وايي چې په اکثرو مواردو کې دا ځواکونه له قانونه سرغړونه کوي، دوی د دولت له وسلې څخه په استفاده د نورو قومندانانو او زورواکو ساتنه کوي او ځینې وخت هم د رشوت په ورکولو سره د محلي پولیسو ځواکونو ته جذبېږي.

د بلخ امنیې قومندان سید کمال سادات
د بلخ امنیې قومندان سید کمال سادات

سادات زیاته کړه:

"کوم معلومات چې ما ترلاسه کړي، یو تعداد دا ځواکونه د نورو قومندانانو د باډي‎ګاردانو په توګه کار کوي او یوه ډله نور یې بیا خپل منځ کې له یوه څخه قومندان جوړ کړي او نور یې بیا ساتونکي شي په دې ډول فعالیت کوي."

یاده دې وي چې تر دې د مخه هم په بلخ ولایت کې د چهاربولک او چمتال ولسوالیو اوسېدونکو له خلکو سره د محلي پولیسو د چلند په اړه شکایت درلود.

مجیب الرحمن حبیب زی

XS
SM
MD
LG