د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

ترکي پولیسو د روسيې سفير د وژنې په تړاو ۶ کسان نیولي


ترکي رسنيو راپور ورکړی چې د دې هېواد پوليسو په ترکيه کې د روسي سفير د وژلو په تړاو شپږ کسان نيولي دي.

د دوشنبې په ورځ په انقره ښار کې د عکاسۍ په يوه نندارتون کې يوه پولیس د روسيې سفير اندرای کارلوف په ډزو وواژه.

د راپور له مخې دغه پوليس د حملې پر مهال نارې وهلې: "الله اکبر، د حلب ښار مه هېروئ."

حمله کوونکی
حمله کوونکی

د ترکيې دولتي خبري اژانس انادولو راپور ورکوي چې د دغه حمله کوونکي مور، پلار، خور او دوه نور خپلوان‌يې په لوېديځ ايدن ایالت کې او يو کور شريک‌يې په انقره کې د ده په کور کې نیولي دي.

د روسيې ولسمشر ولادیمير پوتین په ترکيه کې د خپل هيواد د سفیر وژل کېدو ته په اشاره د روسيې د بهرنيو چارو له وزير سرګي لاوروف سره د خبرو پر مهال چې په ټلوېزیون کې خپرې شوې، ويلي:

"بايد پوه شو چې د دې حمله کوونکي تر شا څوک دي."

د روسيې د بهرنیو چارو وزير سرګي لاوروف د دې هېواد له ولسمشر ولادیمير پوتين سره د لیدو وروسته په انقره کې د خپل هېواد د سفير د وژلو اړوند په یوه مطبوعاتي پيغام کې ويلي چې له خپل ترکي سیال مولوت چاووش اوغلو سره‌يې چې اوس ترکيې ته تللی دی، په دې اړه خبرې کړي دي.

د ترکيې د بهرنیو چارو وزير مولوت چاووش اوغلو د سې شنبې په ورځ په مسکو کې له خپل روسي سيال سره د لیدو پر مهال وويل:

"غواړم وپوهېږئ چې ترکيه او خلک‌يې د روسيې او د دې هېواد د خلکو په اندازه غمجن دي. ترکيه او روسيه دواړه پوهېږي چې د حمله کوونکو هدف د دواړو هېوادونو اړيکې او هغو پرمختګونو ته زيان رسول دی چې په دې وروستیو کې مو لاسته راوړي دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند جان کربي
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند جان کربي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وياند جان کربي د دوشنبې په ورځ په واشنګټن کې یوه خبري کنفرانس ته په انقره کې د روسيې د سفير وژل کېدو ته په اشاره وويل:

"موږ له ترکيې او روسیې سره د دې حملې د پلټنو لپاره هر ډول همکاریو ته چمتو يو. لکه څنګه چې د امریکا د بهرنيو چارو وزیر يادونه کړې ده، همداراز دا د ډیپلوماتانو پر حق او خونديتوب يوه حمله ده چې په ټوله نړۍ کې د خپلو هېوادونو استازیتوب کوي."

د روېټرز خبري اژانس د راپور له مخې د ترکيې يوه لوړپوړي امنيتي چارواکي ويلي، قوي شواهد شته چې په انقره کې پر روسي سفير حمله کوونکی د فتح‌الله ګولېن له شبکې سره تړاو لري.

فتح‌الله ګولېن په امریکا کې اوسي.

د دې پېښې په وېډيو کې چې خپره شوې ده، حمله کوونکی نارې وهي، «الله اکبر، د حلب ښار مه هېروئ».

روسیه په سوریه کې د بشارالاسد له متحدانو څخه ګڼل کېږي او د دې هېواد هوايي حملو په حلب ښار کې د ياغيانو مقاومت ته د پای ټکی ايښودلو په مقصد د سوريې د رژيم ملاتړ کړی دی.

XS
SM
MD
LG