د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۲

ترکیه کې د روسیې سفیر ووژل شو


سفير اندرېجور جیوفیچ "کارلوف"
سفير اندرېجور جیوفیچ "کارلوف"

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت پرون دوشنبه تائید کړه چې په ترکیه کې د دې هېواد سفير اندرېجور جیوفیچ "کارلوف" ووژل شو.

اندري کارلوف پرون په انقره کې د هنري اثارو په یوه ګالري کې د خبرو پر مهال وویشتل شو.

تر دې پېښې لنډه شېبه وروسته، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماریا زاخارووا په مسکو کې خبریالانو ته وویل چې اندري کارلوف د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماریا زاخارووا
د بهرنیو چارو وزارت ویاند ماریا زاخارووا

ماریا زاخارووا پرون په مسکو کې خبریالانو ته وویل:

"نن د روسيې په ډیپلوماتیک تاریخ کې خواشینونکې ورځ ده. په انقره کې په عمومي مجلس کې د ترکیې لپاره د روسيې پر سفیر ډزې وشوې او زخمي شو چې له امله‌یې ساه ورکړه. موږ دا حمله یو ترورېستي کار ګڼو."

زاخارووا وویل چې ترورېزم نه‌شي بریالی کېدلای او روسیه به‌یې پر ضد کلکه مبارزه کوي.

هغې همداراز څرګنده کړه چې د ترکیې حکومت په دې اړه د بشپړو څېړنو ډاډ ورکړی دی.

ماریا زاخارووا زیاته کړه:

"موږ له ترکي چارواکو سره په تماس کې یو او ډاډ یې راکړی چې د پېښې په اړه به هر اړخیزې څېړنې وکړي او قاتلان به‌يې مجازات شي. دا مسئله موږ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا سره هم مطرح کوو."

هغه کس چې ترکیه کې یې د روسیې سفیر وژلی
هغه کس چې ترکیه کې یې د روسیې سفیر وژلی

د ترکیې ورځپاڼې "حریت" وویل چې کارلوف د وینا پر وخت ویشتل شوی دی.

د ترکیې "ان، ټي، وي" وویل چې په دې پېښه کې درې تنه زخمیان شوي دي.

د ترکیې خبري اژانس "انادولو" ویلي چې هغه مشکوک وسله‎وال چې تېره شپه‌یې په انقره کې د روسیې پر سفير ډزې وکړې، وژل شوی خو په دې اړه‌یې نور جزئیات نه‌دي څرګند کړي.

دا نه‌ده څرګنده شوې چې حمله څومره کسانو کړې ده.

د اروپا د همکارۍ او امنیت سازمان کې د روسیې دایمي سفیر الکساندر لوکاشفویچ پرون د روسیې له یوه ټلوېزیون سره په مرکه کې، په دې اړه وویل:

"اندري جورېجو فېچ [کارلوف] یو ځانګړی شخصیت و او ځانګړی کرکټر يې درلود. هغه ډېر ارام او د ساړه فکر خاوند سړی و."

لوکاشفویچ: اندري جورېجوفېچ [کارلوف] ځانګړی کرکټر يې درلود.
لوکاشفویچ: اندري جورېجوفېچ [کارلوف] ځانګړی کرکټر يې درلود.

ترکیه کې د روسیې سفیر اندري کارلوف تېره شپه په انقره کې د معاصرو هنري اثارو په ګالري کې خلکو ته وینا کوله.

په دې ګالري کې د یو شمېر ترکي عکاسانو هغه عکسونه نندارې ته اېښودل شوي وو چې په روسیه کې اخیستل شوي وو.

د اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس یوه عکاس چې د پېښې پر مهال هلته و، ویلي چې حمله کوونکي دریشي کړې وه، نېک‌ټايي یې تړلې وه او تر حملې مخکې يې د "الله اکبر" ناره وکړه.

د اسوشیټېډ پرېس د عکاس په وینا، حمله کوونکي اته ډزې کړې دي.

په مسکو کې د کرملېن یوه ویاند ویلي چې ولسمشر ولاديمیر پوتین ته د پېښې جزئیات ورکړل شوي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي وویل چې متحده ایالات دا پېښه په شدت غندي.

XS
SM
MD
LG