د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

افغان حکومت څه باندې ۱۰ زرو کسانو ته د کار زمینه برابروي


افغان حکومت په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د یوه پروګرام د پلي کولو له لارې په دولتي ارګانونو کې څه باندې ۱۰ زرو کسانو ته د کار زمینه برابروي.

د افغانستان د کار او ټولینزو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه پروګرام د افغان ولسمشر په امر د چارو د ادارې له‎خوا عملي کېږي خو تر دې دمه یې د پلي کولو کار وروستي شوي نه دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالفتاح اشرف احمدزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په دغه پروګرام کې هغو کسانو ته د کار زمینه برابرېږي چې له بې‎کاري زورېږي.

نوموړی وايي:

"په دغې پروسه کې د یو لکو شاوخوا کې د کسانو غوښتنلیکونه را ټولېږي او له دغې ډلې بیا ۱۰ زره کسان له ازموینې وروسته غوره کېږي او په هرو برخو کې چې کاري تجربه او لوړ تحصیلات لري په همغو اړوندو ادارو کې به وګمارل شي."

د افغانستان د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند وايي چې له دغه پروګرام څخه هېڅ یو ولایت محروم نه پاتې کېږي.

په افغانستان کې له ناامنۍڅخه وروسته د خلکو جدي ستونزه بې روزګاري ده.

په افغانستان کې له ناامنۍڅخه وروسته د خلکو جدي ستونزه بې روزګاري ده.
په افغانستان کې له ناامنۍڅخه وروسته د خلکو جدي ستونزه بې روزګاري ده.

دغه ستونزه د دې لامل شوې چې په وروستیو کلونو کې یو شمېر ځوانان او ان کورنۍ خپل هېواد پریږدي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت د شمېرو له مخې اوس مهال په هېواد کې ۱،۹ میلیونه کسان مطلق وزګار دي او په وقفه‎یې ډول د وزګارو خلکو شمېر۱.۴ میلیونو کسانو ته رسېږي.

د دغه وزارت چارواکي وايي چې د ۱۰ زرو کسانو لپاره د کار زمینې برابرول د بې‎کارۍ د کچې د ټيټوالي لپاره د افغان حکومت یوه ښه هڅه ده.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي په دې باور دي چې د افغان حکومت د تازه پروګرام پلي کول کولای شي چې بهرینو هېوادونو ته د کارکولو په هدف د ځوانانو تګ کم کړي.

د ولسي جرګې یوه استازي محمد نذیز احمدزي د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغه پروګرام په پلي کولو سره باید مسلکي او مستحقو ځوانانو ته کار ورکړل شي.

د ولسي جرګې یو استازی محمد نذیز احمدزي
د ولسي جرګې یو استازی محمد نذیز احمدزي

ښاغلي احمدزي وویل:

"کار باید په عادلانه او مساویانه ډول ځوانانو ته ورکړل شي دا ډول ونه شي چې د واسطه‎دار خلک په کار وګمارل شي او غریبانو ته کار ورنه‎کړل شي."

ښاغلي احمدزي په دولتي ارګانونو کې د۱۰ زرو کسانو د استخدامولو لپاره د یوه بې طرفه او مسلکي کمېسیون جوړول مهم بولي.

د نوموړي په خبره په دغه کمېسیون کې باید مسلکي کسانو ته غړیتوب ورکړل شي څوخپل کار په شفافیت پر مخ یوسي.

راپور: مرضیه احمدزۍ

XS
SM
MD
LG