د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۰۵

خوست کې وزیرستاني کډوال د بایومټریک پروسې پیلېدل غواړي


د خوست په ګلان کمپ کې له بایومټریک پروسې پاتې شوي وزیرستاني کډوال غوښتنه کوي چې دوی ته دې یاده پروسه ژر پیل شي، تر څو هغوی ته هم د مرستو برخه ورسېږي.

همدارنګه ګلان کمپ کې یو شمېر هغه وزیرستاني ښوونکي چې کډوالو زده‎کوونکو ته د تدریس په چارو بوخت دي، شکایت کوي چې دوی ته پوره حقوق او امتیازات نه‌ورکول کېږي.

د نعیم خان په نوم یو تن ښوونکی خپلې ستونزې ازادي راډیو سره په دې توګه شریکوي:

"زه غواړم چې په کمپ کې د بایومټریک سیسټم بیا فعال شي، تر څو هر کس ته د راشن حصه ورسېږي، موږ د «NRC» سره ښوونکي یو او په حیثیت دې یو ښوونکي موږ ته خپل حقوق نه‌راکول کېږي، موږ ته په ورځني حساب د روزمزد په ډول معاش راکول کېږي."

که څه هم پخوا یو ځل په خوست کې د مېشتو کډوالو لپاره د بایومټریک پروسه ترسره شوې وه، خو یو زیات شمېر کډوالو له دې کبله ځانونه بایومټریک نه‎کړل چې ممکن پاکستانیو شناختیانو او د بهرنیو هېوادونو ویزو ته‌يې نقصان ورسېږي او يا په بېرته واپسۍ کې ورته ستونزې جوړې شي.

د ظاهر شاه په نوم یو بل تن ښوونکی هم ورته ستونزې یادوي:

"زموږ اوله غوښتنه له «یو. ان. اېچ. سي. ار» دا ده چې دلته بایومټریک راوړل شي، ځکه په اول سر کې دا پروګرام مکمل شوی نه‌دی، په خلکو کې لږه غلط فهمي وه، بیا کوم چې بایومټریک کړی هغوی ته خپل حق نه‌دی رسېدلی، دوهمه ستونزه زموږ «NRC» سره دا ده چې موږ ته د یو ښوونکي په حیث پیسې نه‌راکول کېږي، بلکې د یو لېبر او مزدور په حیث."

د محب‌الرحمن په نوم یو تن کډوال چې د همزوڼې د رغزي کلي اوسېدونکی دی، وزیرستان ته د نېږدې لارو د خلاصولو غوښتنه کوي.

نوموړی وايي، پخوا په مجرد او یوازې ځان په تګ راتګ کې ستونزه نه‌وه، خو اوس هغه هم بنده شوه.

محب‌الرحمن زیاتوي:

"پخوا به چې مجرد خلک پرې تللی شول اوس هغه لارې هم بند شوې، د شهر نو لاره هم بنده شوه، د واڼه لاره هم بنده شوه، باید زموږ کډوالو سره دا مرسته وشي چې مجردو خلکو ته خو دا لارې خلاصې کړي، که د ګلان کمپ اوسېدونکو ته د غلام خان لاره خلاصه وي، نو دا به ستاسو ډېره، ډېره مهبرباني وي."

د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ د کډوالو د ښوونکو د ستونزو په تړاو وویل، د کډوالو ماشومانو ته د زده‌کړو د شرایطو برابرول په هغه وخت کې د ولایتي ادارې په لومړیتوبونو کې وو او غیر حکومتي مؤسسو چې ورسره هر ډول مرسته کوله، دوی لپاره د قدر وړ وه، خو اوس به د دوی هڅه دا وي چې د کډوالو د ښوونیزو پروګرامونو تمویلونکي وهڅوي چې ښوونکو ته کافي امتیازات په پام کې ونیسي.

د خوست د والي ویاند د کډوالو د دوهمې غوښتنې په باب ډاډ څرګند کړ چې د ځايي ادارې د مکررو غوښتنو په نتیجه کې «یو. ان. اېچ. سي. ار» چمتووالی ښودلی چې په نېږدې راتلونکې کې به یو ځل بیا وزیرستانیو کډوالو ته د بایومټریک په واسطه راجسټرېشن پروګرام له سره پیل کړي.

د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ
د خوست د والي ویاند مبارزمحمد ځدراڼ

مبارز محمد ځدراڼ زیاته کړه:

"موږ هم د دوی د غوښتنو پر اساس څو، څو ځلې د «یو. ان. اېچ. سي. ار» سره منظمې ناستې وکړې او له دوی مو وغوښتل چې دوی لپاره د بایومټریک پروسه بېرته له سره منظوره او پلي کړي چې خوشبختانه هغوی زموږ غوښتنه ومنله او په نېږدې راتلونکي کې به دا پروسه دوی لپاره پیل شي، همدارنګه د کډوالو دا غوښتنه هم پر ځای ده چې تر بایومټریک وروسته باید دوی ته هغه حقوق او امتیازات ورکړل شي چې «یو. ان. اېچ. سي. ار» په نوره نړۍ کې مهاجرو ته ورکوي، په دې اړه به موږ دوی سره ناسته وکړو."

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د «یو. ان. اېچ. سي. ار» یو شمېر مسؤلینو د کډوالو د مشرانو یوې جرګې سره ژمنه وکړه چې د جنوري په میاشت کې به پاتو کډوالو ته بایومټریک پروسه پیل شي او همدارنګه به په تڼیو او سپېرې ولسوالۍ کې ټولو کډوالو سره پرته له دې چې بایومټریک وي یا نه‌وي، د ژمنیو توکو مرستې کوي.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG