د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

ملي امنیت کابل کې د داعش د انتحاري حملو تنظیمونکې ډله نیولې


د افغانستان د ملي امنیت منسوبینو په کابل کې د داعش وسله‌والې ډلې لس کسیزه ډله نیولې ده.

د ملي امنیت عمومي ریاست څخه په خپره شوې اعلامیه کې چې نن پنجشنبه‌یې رسنیو ته لېږلې ویل شوي چې نیول شویو کسانو د عبدالله په مشرۍ په کابل کې د سخي زیارت او د «رجال برجسته» کسانو پر موټر باندې په انتحاري حملو کې لاس درلود.

اعلامیه زیاتوي چې یادو کسانو د دې تر څنګ په کابل ښار کې د کارتې سخي پر جومات، طلوع، شمشاد او اریانا ټلوېزیونونو د ډله‌ییزو انتحاري حملو پلان هم درلود چې د ملي امنیت منسوبینو له‌خوا ونیول شول.

اعلامیه زیاتوي چې یادو کسانو غوښتل په کابل ښار کې د سني او شیعه مذهبونو تر منځ نفاق رامنځته کړي.

اعلامیه وايي چې یادو کسانو په کابل ښار کې خپل کسان په تخنیکي وسایلو ښه سمبال کړي و تر څو په دغه ښار کې د شیعه مذهبو پر جوماتونو د انتحاري حملو پر مهال وېډیو وکړي تر څو له دې لارې د خلکو تر منځ نفاق رامنځته کړي.

ملي امنیت د دغه نیول شویو کسانو وېډیو هم خپره کړې چې پر خپلو جرمونو یې اعتراف کړی.

دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د تلې میاشتې په ۲۱مه نېټه په سخي زیارت کې د عاشورا په مناسبت مراسمو باندې انتحاري حمله کې ۱۴ تنه ملکي وګړي ووژل شول او تر هغه وورسته د لړم میاشتې په ۲۶مه د کابل ښار په پل محمود خان سیمه کې د رجال برجسته پر موټر انتحاري حمله کې ۴ تنه ووژل شول او ۱۳ تنه نور ټپیان شول او د لېندۍ میاشتې په لومړۍ نېټه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د باقرالعلوم مدرسې د جومات دننه انتحاري حمله رامنځته شوه چې له ۳۰ څخه زیات کسان په‌کې ووژل شول او ۸۵ نور ټپیان شول.

د دې درې واړو حملو مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی و.

د کابل نننۍ انتحاري حملې مسؤلیت داعش ډلې په غاړه واخیست

داعش د کابل ښار پر "کارتې سخي" زیارت د حملې مسؤلیت په غاړه واخیست

د کابل نننۍ انتحاري حملې مسؤلیت داعش ډلې په غاړه واخیست

XS
SM
MD
LG