د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۴

د کابل نننۍ انتحاري حملې مسؤلیت داعش ډلې په غاړه واخیست


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، د کابل له نننۍ انتحاری حملې څخه د ښار بېلابېلو روغتونونو ته له ۳۰ څخه زیات وژل شوي او له ۸۵ زیات ټپیان وروړل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند اسماعیل کاووسي ازادي راډیو ته وویل دغه معلومات نوي دي او امکان لري د تلفاتو ارقام نور هم لوړ شي، خو امنیتي چارواکي د پېښې ارقام کم ښيي.

د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې په یاده پېښه کې ۲۷ تنه وژل شوي او له ۳۰ زیات ټپيان دي.

د دغه وزارت ویاند نجیب دانش په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

نجیب دانش
نجیب دانش

"له بده مرغه نن غرمه مهال د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د باقرالعلوم مدرسې د جومات دننه هغه وخت یوه انتحاري حمله وشوه چې مذهبي مراسم په‌کې روان و، لومړني معلومات ښيي چې په دغې پېښه کې ۲۷ کسان وژل شوي او له ۳۰ زیات ټپيان دي."

یاده انتحاري حمله د دوشنبې په ورځ شا او خوا ۱۲ بجې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې اړوند د باقرالعلوم مدرسې د جومات دننه رامنځته شوه.

بل‌خوا عیني شاهدانو د پېښې په ځای کې د ازادي راډیو خبریال ته تر یادې شمېرې د ډېرو وژل شویو او ټپیانو ویلي دي.

دوی وایي چې دغه حمله د باقرالعلوم مدرسې دننه شوې چې یو لړ مذهبي مراسم په‌کې روان وو.

دغه حمله د باقرالعلوم مدرسې دننه شوې.
دغه حمله د باقرالعلوم مدرسې دننه شوې.

دوو تنو عیني شاهدانو په سیمه کې ازادي راډیو ته وویل:

"نن په جومات کې د نذر مراسم و، کله چې دعا ختمېده انتحاري چې د خلکو په منځ کې و ځان ته چاودنه ورکړه."

"له انتحاري ۲۰ دقیقې وروسته د پېښې ځای ته ورسېدم، خپله مې ۳۵ مړي او همدارنګه له ۱۰۰ زیات ټپيان ولیدل."

د یادې انتحاري حملې مسؤلیت داعش وسله‌والې ډلې ومانه.

خو شاوخوا څلوېښت ورځې وړاندې د کابل د کارتې سخي په زیارت کې کومې انتحاري حملې او وسله‌وال برید چې ۱۴ کسان‌یې وژلي او ۴۳ نور یې ټپيان کړي و داعش وسله‌والې ډلې یې مسؤلیت پر ځان منلی و.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم دغه حمله په سختو ټکو غندلې ده.

​له ارګ او سپېدار ماڼۍ څخه په خپرو شویو جلا اعلامیو کې ویل شوي، کابل کې وروستي برید وښوده چې ترهګر په هېڅ دین باور نه‌لري.

دغه‌شان په کابل کې د ملګرو ملتونو ادارې، د بخښنې نړیوال سازمان، په کابل کې د امریکا سفارت او په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت قوماندان جنرال جان نېکلسن هم دغه حمله غندلې ده.

کاووسي: د کابل له انتحاري حملې روغتونونو ته له ۳۰ زیات وژل شوي وړل شوي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:43 0:00

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG