د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

عابد: د ایران نړیوالې ناستې ته د طالب استازو بلنه غیر مشروع عمل دی


د وسله‎والو طالبانو او ایران حکومت تر منځ د اړیکو په اړه له اندېښنو وروسته د حج او اوقاف وزارت د وحدت اسلامي په نړیواله ناسته کې د ایران حکومت له لوري د طالبانو د بلنې په اړه ناخوښی دی.

د دغه وزارت مرستیال داعي‌الحق عابد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې په دغې ناسته کې د ایران حکومت له لوري طالبانو ته بلنه غیر مشروع عمل وباله.

د حج او اوقاف وزارت مرستیال داعي الحق عابد
د حج او اوقاف وزارت مرستیال داعي الحق عابد

ښاغلي عابد زیاته کړه:

"طبیعتاً طالبان یو اپوزېسیون جریان دی او غیر مشروع فعالیتونه لري او په دغې ناسته کې یې بلنه یو غیر مشروع عمل دی، د ایران حکومت یا نظام لومړی باید خپله د مذهبونو په تقریب کې هڅه وکړي چې د مذهبونو تر منځ ستونزې رامنځته نه‌شي او بیا د افغانستان حکومت او ملي حاکمیت ته درناوی وکړي او که چاته بلنه ورکوي باید د رسمي مرجعو له لارې دعوت شي."

ښاغلی عابد وايي، دغه ناسته له کلونو راهیسې په ایران کې ترسره شوې او په وروستیو کلونو کې د افغانستان عالمانو لکه شیخ اصف محسني او استاد برهان‌الدین رباني ته په‌کې بلنه ورکړل شوې وه.

دا چې موضوع څه ده؟

ځینې راپورونه وايي چې ټاکل شوې په ایران کې د مذهبونو د تقریب په نوم یو کنفرانس په لاره واچول شي او د افغانستان حکومت د مخالفې وسله‌والې ډلې، طالبانو استازي ته د ګډون بلنه ورکړل شوې.

د ایراني خبري اژانس مهر راپور ورکړی چې د مذهبونو د تقریب نړیوالې ټولنې سکرتر جنرال محسن اراکي په وروستیو کې ویلي چې ایران حکومت د منځ‎لارو طالبانو څخه غوښتي چې د وحدت اسلامي په نړیواله ناسته کې ګډون وکړي.

په دغه راپور کې د ښاغلي اراکي له قوله ویل شوي چې د طالبانو یو شمېر هغه سیاسي اشخاصو ته چې د مسلمانانو پر وحدت باور لري بلنلیکونه استول شوي دي.

تر اوسه د دغې ناستې د ترسره کېدو د دقیق وخت او دا چې له وسله‌والو طالبانو څخه څوک په دغې ناسته کې ګډون کوي څه نه‌دي ویل شوي.

وسله‌والو طالبانو هم په دغې ناسته کې د خپل استازي د ګډون په اړه تر اوسه خپل نظر نه‌دی څرګند کړی.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د راپورونو پر بنسټ په تېرو کلونو کې هم دغو ناستو ته د افغانستان د عالمانو سربېره د طالبانو استازو ته بلنه ورکړل شوې وه.

اوس وخت د افغانستان ملي شورا او سیاسي څېرو تر منځ اندیښنې پیدا شوي او ټینګار کوي چې ایران او روسیه له طالبانو څخه ملاتړ کوي او هغوی له هر پلوه سمبالوي.

د ولسي جرګې د دیني او فرهنګې کمېسیون غړې حمیرا ایوبي ازادي راډیو سره په خبرو کې د ایران له لوري د طالبانو د بلنې په غبرګون کې وویل، افغان حکومت باید په دې اړه چوپه خوله پاتې نه‎شي.

ښاغلي ایوبي زیاته کړه:

"د بهرنیو چارو وزارت باید په دې اړه غږ پورته کړي او د ایران حکومت سره په دې اړه خبرې وکړي چې د افغانستان په کورني مسایلو کې لاسوهنې ونه‌کړي، متأسفانه نن سبا چې ګورو طالبان قوي شوي دي خو دا قوت د هغو هېوادونو دی چې د طالبانو ملاتړ کوي."

که څه هم له دې مخکې ایران دا رد کړې وه چې له طالبانو څخه ملاتړ کوي خو د افغانستان د ملي شورا غړي ټینګار کوي چې ایران د داعش ډلې له نفوذه په وېره کې دی او د خپل امنیت لپاره له طالبانو سره همکاري کوي.

راپور: عبادالله حنان‌زی

XS
SM
MD
LG