د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۰ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۴

مېلېبن: افغانستان کې د سولې هڅې په بې‌ساري ډول ډېرې شوي


فرانس مایکل مېلېبن
فرانس مایکل مېلېبن

اروپايي ټولنه وايي چې افغانستان کې د سولې او پخلاینې لپاره فُرصتونه موجود دي چې باید ورڅخه استفاده وشي.

په افغانستان کې د دغې ټولنې سفیر فرانس مایکل مېلېبن وايي چې په دغه هېواد کې د روغې جوړې لپاره د تېرو ټولو ۱۰ کلونو په پرتله یوازې په تېرو ۱۸ میاشتو کې ډېرې هڅې شوې دي.

نوموړي د چهارشنبې په ورځ افغانستان کې د پخلاینې لپاره د راتلونکو تګ‎لارو جوړولو تر نامه لاندې جوړې شوې غونډې ته وویل، که څه هم دا لاره ډېرې لوړې ژورې لري خو د حزب‎اسلامي سره د سولې تفاهم‎لیک لاسلیک ښيي چې په افغانستان کې سوله ممکنه ده.

اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل مېلېبن
اروپايي ټولنې سفیر فرانس مایکل مېلېبن

نوموړي وویل:

"د سولې لپاره د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې له‎خوا یو ښه فرصت رامنځته شوی، که څه هم دا لاره ډېره سخته ده، خو په دې برخه کې موږ ډېر زیات فعالیتونه لیدلي تر دې چې د تېرو ۱۸ میاشتو هڅې د تېرو ټولو لسو کلونو څخه ډېرې وې."

نوموړي دې غونډې ته وویل، د حزب‎اسلامي سره د سولې پروسې خلکو ته دا یقین ورکړی چې د نورو ډلو سره هم سوله ممکنه ده خو ټینګار کوي چې دا ټولې هڅې باید یوازې د کاغذ پر مخ نه‌وي.

اروپايي ټولنه داسې وخت د سولې لپاره شوې هڅې کم‌سارې بولي چې افغان حکومت شاوخوا درې میاشتې وړاندې د جنګ له یوې ښکېلې ډلې حزب‎اسلامي سره د سولې تفاهم‎لیک لاسلیک کړ.

په دې ډول له طالبانو سره د مخامخ خبرو پیلېدو لپاره د پاکستان، افغانستان، چین او امریکا تر منځ د خبرو لړۍ پیل شوه چې دا هڅې بیا د بېلابېلو دلایلو له امله ځنډېدلې دي.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي چې افغانستان کې د سولې او ثبات اهمیت په نړیواله کچه ښه درک شوی او د سولې لپاره افغان دولت هم دراوزې پرانیستې دي.

نوموړي دې غونډې ته وویل، له دې ټولو سره په افغانستان کې جنګېدونکې ډلې د ګاونډي یوه هېواد څخه حمایه کېږي.

عبدالله وايي چې افغانستان کې د سولې او ثبات اهمیت په نړیواله کچه ښه درک شوی
عبدالله وايي چې افغانستان کې د سولې او ثبات اهمیت په نړیواله کچه ښه درک شوی

ښاغلي عبدالله زیاته کړه:

"په تېرو ۱۵ کلونو کې داسې کوم حالت رانه‎غی چې زموږ ګاونډی په دې باوري شي، هغه ډلې چې په جنګ کې دي له دې لارې نه‌یوازې د افغانستان ګټې نه‌دي تأمین بلکې د ټولو ګټې نه‌تأمینیږي چې دا بیا یوه بل ډیالوګ ته اړتیا لري، بدبختانه د هغو کسانو چې په افغانستان کې جنګ کوي اوس هم ملاتړ کېږي."

هغه که څه هم مشخص د کوم هېواد نوم وانه‎خېست خو له دې وړاندې د ورته موضوع په اړه په وار-وار پاکستان تورن شوی دی.

له دې سره اروپايي ټولنه وايي چې د بروکسل په کنفرانس کې په جنګ باندې د سولې د بریالي کېدو په تګ‎لاره ټينګار شوی او په دې برخه کې به د افغانستان لپاره د بېلابېلو هېوادونو تجربې ګټورې تمامې شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG