د امریکا ولسمشر بارک اوباما خبرداری ورکوي چې متحده ایالات به د پوځي اقداماتو د ډېروالي له لارې ونهتوانېږي د ترورېزم ریښې لهمنځه یوسي.
اوباما د ډسمبر پر شپږمه نېټه د امریکا د ولسمشر په توګه د ترورېزم په وړاندې مبارزې په اړه په خپله وروستۍ وینا کې دا خبره کړې ده.
د ترورېزم د لهمنځه وړلو په اړه د اوباما نظر داسې ښکاري چې خپل ځای ناستي ډونالد ټرمپ ته په لفافې کې وایي چې د تندلارۍ د لهمنځه وړلو لپاره د پوځي اقداماتو ډېرول اغېزمن کار نهدی.
اوباما پرون په فلوریدا ایالت کې د امریکا په مرکزي پوځي قوماندانۍ کې د ترورېزم پر وړاندې د مبارزې په اړه په خپله وروستۍ وینا کې وویل، سره له دې چې د ده ادارې القاعده ډله وځپله او د اسلامي دولت ډلهیې دفاعې حالت ته راوستلې، خو بیا هم دی فکر کوي چې ترورېزم به په راتلونکو کلونو کې د امریکا لپاره د یوه ګواښ په توګه پاتې شي.
اوباما دا هم وايي چې ترورېستان به د متحده ایالاتو لپاره یو پایداره ګواښ نهوي، خو د ده په خبره د دې لپاره چې وسلهوالو اورپکو د منځنۍ خیتځ هاخوا په ډېرو نورو هېوادونو کې نفوذ کړی دی او په لوېدیځ کې یې هم پلویان پیدا کړي دي، نو د دوی په وړاندې جګړه داسې نهښکاري چې په ښکاره بریالیتوب ختمه شي.
ټاکل شوې اوباما د جنورۍ پر شلمه نېټه د امریکا د ولسمشرۍ چارې رسماً ډونالد ټرمپ ته پرېږدي.
ټرمپ د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې د اوباما پر تګلارې سخت انتقاد کوي.
ټرمپ د ولسمشرۍ انتخاباتو د کمپاین پر مهال هم خپله ډموکراته سیاله هېلري کلېنټن او هم اوباما د اسلامي دولت ډلې ګډ بنسټ ایښودونکي بللي وو او هغوی یې په دې ملامت کړي وو چې په ۲۰۱۱ کال کې یې له عراق څخه د امریکایي ځواکونو په ایستلو سره داسې خلا رامنځته کړه چې داعش ډلې د منسجم کېدو او د عراق خاورې د ډېرې برخې د نیول کېدو لپاره استفاده ترې وکړه.
خو اوباما له عراق او افغانستان څخه د دوی د ځواکونو له ایستلو سره سره د تېرو اتو کلونو لاسته راوړنې داسې یادوي:
"موږ باید په هغو پرمختګونو وویاړو چې په تېرو اتو کلونو کې مو ترلاسه کړي دي، هېڅ بهرني ترورېستي سازمان په کامیابۍ سره زموږ پر هېواد کوم برید پلان یا تطبیق نهکړ، دلیلیې دا نهدی چې دوی هڅه ونهکړه، بلکې د دوی طرحې شنډې شوې او ترورېستان د جګړو له میدانونو وایستل شوه، موږ حتی په داسې حال کې دا کار وکړ چې په عراق او افغانستان کې مو ۱۸۰ زره ځواکونه راکم کړه، اوس هلته یوازې پنځلس زره دي، نوې همکاري جوړه شوې ده، موږ قانون ته درناوی کړی دی، موږ په دې جګړه کې خپل ارزښتونه ثبت کړي دي."
ولسمشر اوباما وایي، امریکا یو داسې هېواد دی چې په هیلو تعریف شوی نه په وېره.
ټرمپ د ترورېستي ډلو پر وړاندې د مبارزې د څرنګوالي په اړه ډېر څه نهدي ویلي.
دی استدلال کوي چې ابهام او د وړاندوینې نه موجودیت هغه څه دي چې دښمن ته دا چانس نهورکوي چې وارله مخه پلانونه جوړ کړي.
له دې سره سره د ټرمپ لهخوا د دفاع وزارت او د ملي امنیت د مشرانو په توګه د هغو جنرالانو ګمارل چې پخوا په جګړو کې ښکېل وو او نورې نښې نښانې څرګندوي چې دی به د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې ډېرې پیاوړې پوځي لارې وکاروي.
منتقدین وایي، په داسي حال کې چې د امریکا او عراق ځواکونو روان کال په عراق کې د اسلامي دولت ډلې په ځپلو کې پرمختګونه کړي دي، خو وایي د اوباما کړنو په سوریه کې برعکس نتیجه ورکړې ده.
دوی وایي، هلته د یو شمېر اورپکو ډلو څخه د امریکا پټ ملاتړ د دې سبب شوی چې نه د سوریې د ولسمشر بشارالاسد رژیم ړنګ شي او نههم په سوریه کې د اسلامي دولت ډلې لهخوا د سیمو د نیول کېدو مخه نیول شوې ده.