د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۷

رادمنش: د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان د الوتکې لوېدو پېښه کې ووژل شو


د افغانستان دفاع وزارت تائیدوي چې په هرات کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان محی الدین غوري په یوه پېښه کې په بادغیس ولایت کې وژل شوی دی.

د دی وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش ازادي راډیو ته وویل چې محی الدین غوري د بادغیس ولایت موري چاق ولسوالۍ ته د امنیتي وضعیت د څېړلو لپاره تللی وو او هلیکوپټرې تخنیکي ستونزه پیدا کړې وه.

ښاغلي رادمنش وویل چي هلیکوپټره په ځمکه لګېدلې او په دې پېښه کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان وژل شوی دی.

نوموړي زیاته کړه:

محمد رادمنش
محمد رادمنش

"د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان له یو شمېر نورو دولتي چارواکو سره د قول اردو د فعالیتونو د څېړلو لپاره د بادغیس ولایت موري چاق ولسوالۍ ته تللی وو، هلته زموږ بریالیتوبونه د پام وړ دي خو له بده مرغه هلیکوپټره د کېناستو پرمهال تخنیکي ستونزه پیدا کوي او پرځمکه لګېږي، په دې پېښه کې قوماندان صاحب شهید شوی او نور کسان ټپیان شوي دي."

په عین حال کې په شمال زون کې د ۶۰۶ انصار زون ویاند عبدالاحد ولي زاده وایي چې په دې پېښه کې د بادغیس د ولایتي شورا رئیس او د ملي امنیت رئیس ټپیان شوي دي.

ده همدا راز وویل چې د هلیکوپټرې د عملې په ګډون پنځه تنه نور هم د هلیکوپټرې د تخنیکي ستونزۍ په دې پېښه کې ټپیان شوي دي.

بادغیس له نا امنو ولایتونو څخه دی او په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه پکې ډېر پراخ دي او دفاع وزارت وایي چې هلته د افغان ځواکونو عملیات روان دي.

پخواني معلومات​

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي چې په هرات کې د ملي اردو د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان محی الداین غوري نن د الوتکې رالوېدو په پېښه کې وژل شوي دي.

د دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل دغه پېښه چې په بادغیس ولایت کې رامنځته شوې د دغه ولایت د ملي امنیت او ولایتي شورا رئیسان ټپیان شوي دي.

ښاغلی رادمنش د دغې الوتکې د رالوېدو لامل تخنیکي ستونزه یادوي.

XS
SM
MD
LG