د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۹

شفافیت سازمان: افغانستان کې له هرو ۸ ډالرو يو د فساد په نوم ورکېږي


د شفافیت نړیوال سازمان وايي، سره له دې چې افغانستان کې د اداري فساد سره مبارزې برخه کې له ۱۰ څخه تر ۱۶ پورې ادارې کار کوي خو بیا هم په افغانستان کې اداري فساد يوه جدي ننګونه ده او په وړاندې يې باید جدي مبارزه وشي.

د اسیا پاسیفیک لپاره د شفافیت نړیوال سازمان مشر شریراک پلیپات د سې شنبې په ورځ په کابل کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وویل، له ۵۰ هغو سپارښتونو چې دوی د افغانستان حکومت ته سپارلې وې يو شمېر یې په ډېره ښه توګه عملي شوي او هیله لري چې نورې یې هم عملي شي.

ښاغلی پلیپات وايي، افغانستان سره مرسته کېدونکې پیسې لا هم حیف او میل کېږي او په دې برخه کې ډېرو اصلاحاتو ته اړتیا ده.

د شفافیت نړیوال سازمان: ځینې سپارښتنې افغان حکومت ښه عملي کړي.
د شفافیت نړیوال سازمان: ځینې سپارښتنې افغان حکومت ښه عملي کړي.

دی وايي:

"په اوسني وخت کې لیدل کېږي چې ډېری پیسې حیف او میل کېږي او په هرو اتو ډالرو کې يو ډالر د فساد په نوم ورکېږي، د اداري فساد سره د مبارزې لپاره جدي اصلاحاتو ته اړتیا ليدل کېږي، د فساد سره مبارزه په ټولو هېوادونو کې دوامدار کار ته اړتیا لري."

ښاغلی پلیپات وايي، دوی افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ته وړانديز کوي چې حکومتي بنسټونه تقویه کړي، څو د نړيوالو مرستو د حیف او میل کېدو مخه ونیول شي.

د شفافیت نړیوال سازمان له ۲۰۰۱ میلادی کال راهیسې د افغانستان په دولتي ادارو کې د شفافیت او حساب ورکولو په هدف کار کوي.

دغه سازمان چې د نړۍ په ۱۰۰ هېوادونو کې څانګې لري، هدف‌يې خلکو ته د فساد څخه پاک چاپېریال رامنځته کول دي.

د شفافیت نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې اداري فساد په افغانستان کې د جنګ میدان تود ساتلی او د نړیوالې ټولنې د میلیاردونو ډالرو مؤثریت‌يې اغېزمن کړی.

خو د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري د سې شنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې په هېواد کې د فساد د له‎منځه وړلو لپاره قوي اراده شته او په دې برخه کې عملي ګامونه هم اخیستل شوي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

ښاغلي چخانسوري زیاته کړه:

"فساد يوه داسې پدیده ده چې ټول ملت ورڅخه رنځ وړي، افغان حکومت د فساد سره مبارزې لپاره ټینګ هوډ لري او په دې برخه کې عملي ګامونه هم اخیستل شوي دي. عدلي او قضايي مرکز جوړ شوی او هغه ټولې ادارې چې په دې برخه کې کار کوي له دوی سره لازمه همغږي لري، موږ له خلکو هم غوښتنه کوو چې د فساد سره د مبارزې په برخه کې له حکومت سره همکاري وکړي."

افغانستان کې د نوي حکومت تر جوړېدو او دغلته د بهرنیو ځواکونو له ۱۵ کلن حضور سره-سره بیا هم د دغه هېواد خلک شکایت کوي چې پرته له رشوته د دوی چارې په دولتي ادارو کې مخته نه‎ځي.

په افغانستان کې له قانونه تېښته د مافیایي کړیو فعالیت او د مجازاتو او مکافاتو د فرهنګ نشتوالی هغه څه دي چې د خلکو له نظره د فساد پراخېدو ته‌یې لاره هواره کړې ده، خو له فساد سره د مبارزې برخه کې د افغان حکومت وروستیو اقداماتو خلک یوڅه هیله‌من کړي دي.

فساد تر ډېره د افغانستان په قضايي برخه کې موجود دی
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:05 0:00

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG