د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۱۰

سرخط: ګونګه استخباراتي لوبه نوې پړاو ته ننوځي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب او تبصرې د کابل ښار په لویدیځ کې د باقرالعلوم پر جومات پرونۍ انتحاري حملې او په دې اړه غبرګونونو ته ځانګړي کړي دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په یوه مطلب کې لیکلي چې افغان چارواکو او سیاسي مشرانو پر باقرالعلوم جومات او مدرسې پرونۍ انتحاري حمله په سختو ټکو غندلې ده.

په مطلب کې راغلي چې ولسمشر غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله،نورو دولتي چارواکو او پخواني ولسمشر حامد کرزي دا حمله بشري جنایت او د خلکو او اسلام د دښمنانو نه بخښونکی عمل بللی دی.

دې ورځپاڼې خپله سرمقاله هم همدې موضوع ته ځانګړې کړې او پوښتنه یې کړې چې پر مذهب حمله که پر افغان، انسان او مسلمان حمله؟

سرخط:

سرخط ورځپاڼې هم په دې اړه یو مطلب خپور کړی او لیکلي یې دي چې په تکیه‎خانو او جوماتونو کې قتل عام د یوې خطرناکې جګړې نښې څرګندوي.

په مطلب کې راغلي، اوس که موږ سرنه خلاصوو چې څه را روان دي نو ځان تېر باسو او یاهم ښایي چې موږ د مرګ په لوبه کې خوښ یو.

د مطلب لیکوال ویلي چې افغانستان کې د سیمې او نړۍ د هېوادونو ګونګه استخباراتي لوبه نوې پړاو ته ننوځي او ښایي چې د دې جګړې بیه تر نورو جګړو چې په تاریخ کې پېښې شوي افغانستان ته لوړه پرېوځي.

دې ورځپاڼې په دې اړه یو بل مطلب هم خپور کړی او دا حمله یې په‎کې سخته غندلې او دا یې یو وحشیانه عمل ګڼلی دی.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې پر باقرالعلوم جومات انتحاري حمله له اسلام او افغانستان سره دښمني او د نفاق اچولو هڅه بللې ده.

دې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې پوښتنه کړې چې دا څوک دي چې پر جوماتونو او عامه ځایونو تروریستي حملې کوي؟

سرمقاله لیکونکي ویلي چې دا ډول حملې د دې لپاره دي چې په افغانستان کې یو ځل بیا کورنیو جګړو ته لمن ووهل شي او له دې هېواد سره د نړیوالو مرستې زیانمنې شي.

خو د سرمقالې لیکوال ویلي چې د امریکا او جرمني په ګډون د نړۍ هېوادونو ژمنه کړې چې مرستې به یې له افغانستان سره دوام وکړي.

اطلاعات روز:

اطلاعات روز ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د باقرالعلوم پر جومات په پرونۍ انتحاري حمله کې ۳۲ تنه وژل شوي او ۸۵ تنه ټپیان دي.

ویسا:

ویسا ورځپاڼې خپله سرمقاله تر دې عنوان لاندې لیکلې چې ایا داعش په رښتیا خطر نه‎دی؟

د سرمقالې لیکوال ویلي چې روسیه او د سیمې نور هېوادونه داعش یو لوی ګواښ او اندیښنه بولي خو د سرمقاله لیکونکي په خبره دا عجیبه ده چې د افغانستان دفاع وزارت لا هم داعش د دې هېواد لپاره ګواښ نه بولي.

نسیم شفق

XS
SM
MD
LG