د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

سرخط: داعش په اروپا کې د لویو بریدونو پلان لري


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د داعش ډلې د فعالیتونو او په تړاو یې د کورنیو او بهرنیو اندېښنو په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه خپل د سرپه مطلب کې د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په حواله لیکلي، داعش ډله په کونړ کې ځانته خلک جذبوي او دغې ډلې ننګرهار او لوګر ته د فعالیتونو لپاره هم خپل کسان استولي دي.

په مطلب کې د ولسي جرګې د غړي حاجي سخي مشواڼي له خولې لیکل شوي چې مرکزي حکومت باید وضعیت ته جدي پام واړوي.

ویسا په خپل همدغه مطلب کې د ولسي جرګې د یو بل غړي عارف رحماني له خولې لیکلي چې داعش به جنګي تجهیزاتو سره په زابل ولایت کې فعالیتونه پیل کړي او ډېری ولسوالۍ هم په دغه ولایت کې د دوی په واک کې دي.

اصلاح:

اصلاح دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله نننۍ ګڼه کې لیکلي، وروسته تر هغې چې د افغانستان شمال کې د داعش ډلې د فعالیتونو په اړه اندېښنې مطرح شوې د افغانستان دفاع وزارت ویلي چې دا یوازې یو رسنیز بحث دی.

د اصلاح په دغه مطلب کې ازادي راډیو سره د دفاع وزارت د ویاند د مرستیال محمد رادمنش د مرکې په حواله راغلي، افغان امنیتي ځواکونه تر اوسه پورې په شمال کې د داعش له جنډو سره نه‎دي مخامخ شوي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د افغانستان له پولو بهر د داعش د فعالیتونو په اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي، د هالنډ استخبارتي ادارې ویلي داعش په اروپا کې د لویو بریدونو پلان لري او غواړي لوی هدفونه په نښه کړي.

په مطلب کې راغلي که څه هم یادې ادارې د کوم خاص هېواد نوم نه‎دی اخېستی خو ویلي یې دي داعش ډله په دې وروستیو کې له خپلو غړیو غواړي چې سوریه او عراق پرېږدي او اروپا ته مخه کړي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې د هالنډ د ملي امنیت او همغږۍ او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر اسوشیټېډ پریس خبري اژانس ته ویلي چې اوس‎مهال په اروپا کې د داعش له شپیتو تر اویا وسله‎وال شته چې بریدونو ته په چمتوالي بوخت دي.

XS
SM
MD
LG