د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

ویسا: د حکومت مشران دې له ډونالډ ټرمپ سره اړیکې ټینګي کړي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل ډېر مطالب د امریکا له منتخب ولسمشر سره د ملي وحدت حکومت د مشرانو د اړیکو د ټینګولو پر اړتیا او د حکومت او ولسي جرګې د تقابل په اړه لیکلي دي.

ویسا:

ویسا په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو لیکلي چې د حکومت مشران دې ډېر ژر له ډونالډ ټرمپ سره خپلې اړیکې ټینګي کړي.

په مطلب کې د امریکایي چارواکو له قوله راغلي چې افغان چارواکي باید افغانستان ته د ښاغلي ترمپ د پام لپاره منتظر پاتې نشي.

د مطلب لیکوال په کابل کې د امریکایي پوهنتون د سرپرست ډیویډ سیدني له قوله ویلي چې د ملي وحدت حکومت مشران باید ډېر ژر کارپیل کړي او د امریکا له ولسمشر سره خپلې اړیکي ټینګې او پراخې کړي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپاڼې په ځپل لومړي مخ کې په یوه مطلب کې لیکلي چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه طرحه تاییدوي چې له مخې یې پاکستان د ترهګرو ملاتړی پېژندل کېږي.

په مطلب کې د ټرمپ د ټیم د یوه فعاله کس شالاب کمار له قوله ویل شوي چې ښاغلی ټرمپ د کانګرس له هغې طرحې ملاتړ کوي چې له مخې پاکستان د هغو هېوادونو په کتار کې راځي چې د ترهګرو ملاتړي دي.

په مطلب کې د ښاغلي کمار په حواله ویل شوي چې ډونالډ ټرمپ به هرو مرو د پاکستان پرضد دغه اقدام کوي.

چراغ:

چراغ ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ظاهرقدیر له قوله لیکلي چې د کاندید وزیرانو د نه معرفي کېدو په صورت کې به بودجه هم تصویب نشي.

په مطلب کې د ښاغلي قدیر په حواله راغلي چې ولسي جرګې وزیران د کوم خاص هدف لپاره نه دي استیضاح کړي او باید ژر د سلب صلاحیت شویو وزیرانو پرځای نوي څېرې دې جرګې ته ور و پېژندل شي.

د مطلب لیکوال ویلي چې د حکومت او ولسي جرګې ترمنځ تقابل ګټه نه لری او د دې جرګې د لومړي مرستیال له قوله یې لیکلي چې باید د دولت د ټولو قواوو ترمنځ همکاري او هماهنګی موجوده وي.

دنیا:

دنیا ورځپاڼې هم په یوه مطلب کې همدې مسئلې ته اشاره کړې او د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ظاهر قدیر له قوله یې لیکلي چې ولسي جرګه د خلکو د غوښتنو پراساس کار کوي او حکومت دی د تقابل سیاست غوره نه کړي.

سرخط:

سر خط ورځپاڼې په دې اړه یوه مطلب کې لیکلي، د ولسي جرګې لومړي مرستیال سترې محکمې ته د وزیرانو د استیضاح موضوع محول کول ناسم او د قانون خلاف عمل بللی دی.

نسیم شفق.

XS
SM
MD
LG