د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۷

اوباما: له اروپا سره د امریکا ستراتیژیکې اړیکې تغیر نه کوي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د اروپا د سفر پر مهال د خدای پاماني له خاطره له اروپايي مشرانو سره وکتل.

اوباما دوی ته ډاډ ورکړی، وروسته له هغه چې ډونالډ ټرمپ د امریکا ولسمشر وټاکل شي، د امریکا له متحدانو سره به د دې هېواد ستراتيژيکې اړيکې تغير نه کوي.

اوباما د اروپايي هېوادونو له مشرانو سره.
اوباما د اروپايي هېوادونو له مشرانو سره.

بارک اوباما د جمعې په ورځ د جرمني له صدراعظمې انګيلا میرکل، د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند، د ايټالیا له صدراعظم ماتیو رينزي، د هسپانيې له صدراعظم ماريانو راهوی او د بریتانیې له صدراعظمې تريزا مې سره د جرمني په پلازمېنه برلین کې وکتل.

د دې سفر پر مهال دی غواړي د امریکا متحدانو ته ډاډ ورکړي چې ټرمپ به د خپلې ولسمشرۍ پر مهال په نړۍ کې د ناټو په ګډون د امریکا مهمې ستراتيژیکې ملګرتیاوې همداسي وساتي.

اوباما د پنجشنبې په ورځ د وينا پر مهال د میرکل کلکه پلوي څرګنده کړه او برلین ته يې له خپل سفره په استفاده روسيې ته په امریکايي انتخاباتو کې د لاسوهنې پر سر خبرداری ورکړ او له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه يې وغوښتل چې د روسيې پر وړاندي کلک دريځ غوره کړي.

اوباما له ټرمپه وغوښتل چې د روسیې په وړاندې کلک دریځ غوره کړي.
اوباما له ټرمپه وغوښتل چې د روسیې په وړاندې کلک دریځ غوره کړي.

اوباما هيله څرګنده کړه چې ډونالډ ټرمپ به وروسته له ولسمشر ټاکل کېدو، د کمپاين د وختو خبرې پرېږدي او د خپل دفتر د کارکوونکو په انتخاب کې به ډیموکراټيک ارزښتونه په نظر کې ونيسي.

ټاکل شوې ده اوباما نن پيرو ته ولاړ شي چې دا به د ده د رسمي سفر اخري تمځای وي.

رويټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې په برلین کې د اروپايي اتحاديې مشران پر روسیې په اوکراین کې د لاسوهنې پر سر د بنديزونو غځولو او همداراز په سوریه کې د هوايي کمپاين پر سر پر روسيه د نويو بنديزونو لګولو په اړه خبرې کوي.

ډونالډ ټرمپ مخکې څرګنده کړې چې له روسيې سره به د امریکا اړيکې ښې کړي.

د ټرمپ دغو خبرو په اروپا کې پر روسيه د هغو بنديزونو په اړه شکونه راپورته کړي چې په ۲۰۱۴میلادي کال کې د واشنګټن او بروکسل له خوا په اوکراین کې د لاسوهنې په خاطر پر روسيه ولګول شول.

ټرمپ د کمپاین پر مهال د ځينو خبرو په خاطر په امریکا کې دننه ډېر ملاتړ تر لاسه کړ لکه له مکسيکو سره دېوال جوړول، امریکا ته د مسلمانانو پر ورتګ موقتي بنديز لګول او هغه سوداګریز قراردادونه له منځه وړل چې د ده په وينا د امریکا اقتصاد ته یې تاوان رسولی دی، خو په نوره نړۍ کې د ده د څرګندونو په اړه اندېښنې راوپارې دې.

اوباما هم د ټرمپ د دغو څرګندونو مخالفت کړی او اوس غواړي د ټرمپ دا خبرې د خپلو پلانونو، لکه روغتيايي اسانتياوې، اټمي ډپلوماسي او د اقليمي بدلون پالیسي په پياوړي کولو سره تیتې کړي.

XS
SM
MD
LG