د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

ارګ: د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنران راتلونکې اوونۍ اعلا نېږي


افغان حکومت وایي، په قوي احتمال سره د انتخاباتي کمېسیونونو لپاره به نوي کېشنران راتلونکې اوونۍ اعلان شي.

د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې تېره اوونۍ د کاندیدو کمېشنرانو ۳۶ کسیز لیست حکومت ته و سپاره.

مهوري ریاست وایي، د دواړو انتخاباتي کمېسیونونو لپاره له کاندید کمېشنرانو سره د مصاحبو لړۍ پای ته رسېدلې ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي نن جمعه ازادي راډيو ته وویل چې حکومت به په قوي احتمال سره راتلونکې اوونۍ د انتخاباتو او انتخاباتي شکایتونو د کمېسیونونو لپاره نوي کمېشنران اعلان کړي.

مرتضوي: نوي کمېشران به راتلونکې اوونۍ معرفي شي.
مرتضوي: نوي کمېشران به راتلونکې اوونۍ معرفي شي.

نوموړي زیاته کړه:

"د همدې اوونۍ په ترڅ کې د انتخاباتي کمېسیونونو له ۳۶ کاندیدانو سره مرکې و شوې، په زیات احتمال سره به راتلونکې اوونۍ د انتخاباتي کمېسیونونو نوي غړي معرفي شي."

ښاغلی مرتضوي وایي، ولسمشر محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تېره شپه له مطرحو سیاسي څېرو سره د انتخاباتي کمېسیونونو له کاندید کمېشنرانو سره د مرکو د بشپړېدو په اړه مشورتي غونډه درلوده.

د جمهوري ریاست د یوه بیان له مخې ولسمشر په دغه لیدنه کې له سیاسي مشرانو و غوښتل چې د انتخاباتو په اړه خپل لیدلوري په لیکلې بڼه له حکومت سره شریک کړي.

د بیان له مخې په غونډه کې اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم له سیاسي مشرانو و غوښتل چې د انتخاباتو په اړه منسجم لیدلوری ولري او په وینا یې که سیاسي قشر تصمیم و نیسي او او د همکارۍ روحیه ولري، نو راتلونکي انتخابات به هم ښه تر سره شي.

د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې تېره اوونۍ د ۷۲۰ کسانو له ډلې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لپاره ۲۱ او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون لپاره ۱۵ کسان د کاندیدو کمېشنرانو په توګه حکومت ته معرفي کړل.

ټاکل شوې له دغو کسانو څخه ۷ تنه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون او ۵ نور د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د غړو په توګه معرفي شي.

خو د افغانستان د انتخاباتو د څار د بنسټ رئیس جانداد سپین غر وایي، د کاندیدانو په ډله کې هم داسي کسان شته چې لازمه تجربه نه لري.

سپین غر: د کاندیدانو په ډله کې هم داسي کسان شته چې لازمه تجربه نه لري.
سپین غر: د کاندیدانو په ډله کې هم داسي کسان شته چې لازمه تجربه نه لري.

نوموړي زیاته کړه:

"که تاسو دا وروستي لیست ته هم و ګورۍ، دې کې نقایص شته، د تجربې وړ کسان او د مدني ټولنو فعالان چې بګراونډ ولري، پکې کم دي، د دې تر څنګ د پخواني کمېسیون غړي پکې ځای پر ځای شوي دي چې دا منطق د اصلاحاتو او اعتبار تر ډېره تر سوال لاندي راولي."

خو د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي په دې اړه چې د کاندید کمېشنرانو په ډله کې د پخواني کمېسیونونو غړي هم شته وایي، ټول کسان دا حق لري چې په دغه بهیر کې ګډون وکړي.

افغان چارواکي همدا راز ډاډ ورکوي چې د غوراوي د کمېټې په چارو کې هیڅ ډول مداخله نه ده شوې.

راپور: محمد قسیم سوله مل

XS
SM
MD
LG