د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۹

نړۍ

پولیسو په کوسوو کې ۱۹ تنه له داعش سره د اړیکو په تور نیولي

پولیسو په کوسوو کې ۱۹ تنه له داعش سره د اړیکو او د ترورېستي بریدونو د ترسره کولو په تور نیولي دي.

د کوسوو د چارواکو په وینا، دغو کسانو دا قصد هم درلود چې په ګاونډي البانیا کې د نوومبر په ۱۲ د اسرائیل او کوربه هېواد د فوټبال د لوبې پر مهال حمله وکړي.

چارواکو د چهارشنبې په ورځ د کوسوو په مرکز پرېشتینا کې وویل، دغه کسان د تېرو لسو ورځو په ترڅ کې نیول شوي دي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

امریکا: اسراییل ته خپل استولي اضافي ځواکونه هملته پرېږدو

د امریکا او اسراییل بیرغونه
د امریکا او اسراییل بیرغونه

د امریکا د متحده ایالتونو د دفاع وزارت وایي، د دوی هغه اضافي پوځیان او تجهیزات چې د ایران له حملې مخکې اسراییل ته استول شوي وو، هملته پاتې کیږي.

د دغه وزارت ویاند پټریک رایدر د دوشنبې په ورځ وویل، واشنګټن په سیمه کې د خپلو ځواکونو ساتنې ته لازم اقدامات ترسره کوي.

هغه زیاته کړه چې واشنګټن به د اسراییل د دفاع لپاره هم لازم اقدامات وکړي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن له اسراییله غوښتي چې د ایران په وړاندې له غچ اخستونکي بریده لاس په سر شي.

ایران د تېرې شنبې په شپه پر اسراییلو څه باندې درې سوه توغندي او بې پيلوټه الوتکې وتوغولې چې سیمه کې یې د وضعیت د لا کړکېچ وېره ډېره کړه.

د اسراییل لوی درستیز: د ایران د بریدونو ځواب به ورکړو

پر اسراییل د ایران د بریدونو یوه څنډه - ارشیف
پر اسراییل د ایران د بریدونو یوه څنډه - ارشیف

د اسراییل د پوځ لوی درستیز هرتسي هالوی ویلي، هېواد به یې د ایران هوایي برید ته ځواب ورکړي.

هغه د دوشنبې په ناوخته په نواتیم هوایي اډه کې د ایف ۳۵ جیټ الوتکو د پيلوټانو په حضور کې وویل، پر اسراییل د ایران برید له ځواب ولري، خو وې نه ویل چې څه وخت او څه ډول ځواب به ورکړي.

هغه زیاته کړه چې ایران غوښتل د اسراییل ستراتیژیکو وړتیاوو ته زیان ورسوي.

بل لور ته د نړۍ مشرانو په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي پر کمولو ټینګار کړی دی.

ایران د تېرې شنبې په شپه په اسراییلو څه باندې درې سوه توغندي او بې پيلوټه الوتکې وکارولې.

دا بریدونه په دمشق کې د ایران پر کونسلګرۍ د هغه برید په غچ کې وشول چې ایران یې اسراییل ته منسوبوي.

د اپریل د لومړۍ نېټې په هغه برید کې ۱۲ تنه ووژل شول چې د سپاه پاسدران انقلاب د یوه جنرال په ګډون د دغې ډلې ۷ غړي هم په کې شامل وو.

پاکستان: د بارانونو او تلندې تلفات ۴۹ تنو ته رسېدلي

پاکستان کې بارانونه
پاکستان کې بارانونه

په پاکستان کې د بارانونو او تلندې له کبله د مړو شویو کسانو شمېر ۴۹ ته پورته شو.

اسوشیتید پریس خبري اژانس لیکلي چې دغه کسان له تېرو درېیو ورځو راهیسې په اسلام اباد، پنجاب، خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې مړه شوي دي.

چارواکو د پاکستان په جنوب لویدیځ کې بېړنی حالت اعلان کړ.

د پنجاب ایالت د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې ویاند عرفان کاتیا ویلي، تر ټولو زیاته مرګ ژوبله هغه مهال رامنځ ته شوه چې د غنمو په لو بوختو کروندګرو باندې تندر پرېوت.

هغه زياته کړه چې په روانه اونۍ کې د زياتو بارانونو وړاندوينه شوې ده.

په افغانستان کې هم چارواکو د سېلونو له کبله د لږ تر لږه ۳۳ کسانو د مړینې خبر ورکړی دی.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر له متحدانو د وسلو او مهماتو غوښتنه وکړه

اوکرایني ځواکونه د روسیې د برید پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه کې
اوکرایني ځواکونه د روسیې د برید پر وړاندې د جګړې لومړۍ کرښه کې

د دوشنبې په ورځ د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر دیمیټرو کولیبا د کییف پر لویدیځو متحدینو غږ وکړ چې دغه هېواد ته د الوتکو ضد سیسټمونه، وسلې او مهمات چې سخته اړتیا لري، ژر تر ژره چمتو کړي.

د روسیې راکټي او توپچي بریدونه ملکي سیمو ته زیان رسوي او اکثر تاسیسات ویجاړوي.

د اوکرایین په ختیځ کې د دونیتسک سیمې والي وادیم فلاشکین په سیویرسک ښار کې د روسیې د توپچي ډزو له امله د څلورو تنو د وژل کیدو خبر ورکړ.

هغه زیاته کړه چې روسي ځواکونه هڅه کوي تر ټولو زیات ملکي وګړو ته زیان ورسوي او په کار ده چې دا ملکیان ژر تر ژر د اوکرایین خوندي سیمو ته ولېږدول شي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا په صوفیا کې د اوکرایین او بلغاریا لخوا په ګډه د تور سمندرګي دوهم امنیتي کنفرانس ته په خپله انلاین وینا کې وویل چې د اوکراین هوایي دفاع د ګاونډیو د ساتنې لپاره هم مهمه ده او غوښتنه یې وکړه چې ژر تر ژره اوکرایني ځواکونو ته د پټریوټ توغندي وسپاري.

سپینه ماڼۍ:غزې ته د بشري مرستو استول زیات شوي

غزه کې د بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف
غزه کې د بشري مرستو یوه څنډه - ارشیف

سپینه ماڼۍ وایي، تېرو څو ورځو کې غزې ته د بشري مرستو اندازه د پام وړ زیاته شوې ده.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند جان کربي نن دوشنبه ( د اپریل ۱۵مه) ویلي، متحده ایالتونه باید د دغو مرستو د دوام شاهد و اوسي.

رویټرز خبري اژانس له یوې امریکایي خبري شبکې ( MSNBC ) سره د جان کربي د مرکې په حواله ویلي، څه باندې دوه سوه لارۍ مرسته غزې ته رسیدلې او دې ډله کې یوازې سل لارۍ تېرو ۲۴ ساعتونو کې هلته تللي.

په غزه کې د حماس او اسراییلي پوځیانو څه باندې شپږ میاشتنۍ جګړې بشري ناورین رامنځته کړی دی.

حماس چې اروپایې ټولنه او امریکا یې د ترهګرو په توګه پیژني، ویلي چې دغې جګړه کې نژدې ۳۴ زره کسان وژل شوي، لسګونه زره ټپیان او ګڼ شمېر بې ځایه شوي دي.

د ایران ولسمشر راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر کوي

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي
د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي

ټاکل شوې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي راتلونکې اوونۍ پاکستان ته سفر وکړي.

په اسلام اباد کې د ایران سفارت یوې سرچینې نن دوشنبه د ازادې اروپا/ازادي راډیو مشال څانګې ته دا خبره کړې، خو سرچینې نور جزیات نه دي ورکړي.

دا به پر اسراییلو د ایران د تېرې شنبې شپې له بریدونو وروسته د ایران د ولسمشر لومړنی بهرنی سفر وي چې د اپریل میاشتې په ۲۲مه به ترسره شي.

سرچینې وایي، د دې سفر اصلي اجنډا د ايران او پاکستان د ګازو د نل لیکې په اړه بحث دی او ایران غواړي دغه نل لیکه د امریکا له ممکنه بندیزونو خوندي وساتي.

د پاکستان حکومت په دې اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې د ورښتونو له امله بېړنی حالت اعلان شوی

ارشیف
ارشیف

د پاکستان په جنوب لویدیځ کې له بارانونو وروسته بېړنی حالت اعلان شوی دی.

اسوشیتید پریس خبري اژانس وایي چې دغلته له تېرو درېیو ورځو راهیسې ورښتونو لږ تر لږه ۳۶ تنه وژلي چې اکثره یې بزګران دي.

د پنجاب ایالت د طبیعي پیښو د مدیریت ادارې ویاند عرفان کاتیا ویلي، ډېری تلفات هغه مهال رامنځته شول چې دغلته تلندې په ځمکه ولګېدې او د خلکو کورونه یې ونړول.

هغه وایي، دغې اوونۍ کې د نورو بارانونو وړاندوېنه هم شوې ده.

تر پنجاب وروسته بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د ورښتونو د قربانیانو کچه ډېره ده.

د ایران په تهران او نورو ښارونو کې هوایي ډګرونو خپل فعالیت بېرته پيل کړ

د ایران یو هوایي ډګر
د ایران یو هوایي ډګر

په تهران او د ایران په نورو ښارونو کې نن دوشنبه ( د اپریل ۱۵مه) د هوایي ډګرونو فعالیتونه له سره پیل شول.

لویدیځو اژانسونو د ایران د دولتي رسنیو په حواله دغه خبر ورکړی دی.

د ایران له هوایي ډګرونو څخه د الوتکو د الوتنې او ناستې فعالیتونه وروسته تر هغه وځنډول شول چې ایران د شنبې په شپه پر اسراییلو لومړنی مستقیم برید وکړ.

ایران د بې پیلوټه الوتکو او توغندیو دغه برید په دمشق کې د اسراییلو له خوا د دوی پر کونسلګرۍ د برید په غچ کې کړی دی.

د اپریل په لومړۍ نېټه د ایران پر کونسلګرۍ د اسراییلو برید د سپاه پاسداران انقلاب ۷ لوړپوړي غړي ووژل او د کونسلګرۍ ودانۍ یې یو مخ ویجاړه کړه.

پر ایران د اسراییلو د غچ اخیستونکو بریدونو له وېرې یوشمېر هوایي کرښو ایران ته الوتنې ځنډولي او یوشمېر نورو د ایران فضا تحریم کړې ده.

په اردون، عراق او لبنان کې هم د ایران له بریده وروسته د الوتکو فعالیتونه ځنډول شوي وو، خو اوس له سره پيل شوي دي.

اسراییلو پر غزې لسګونه هوایي بریدونه کړي

اسراییلو تېره شپه پر غزې تړانګه لسګونه هوایي ګوزارونه کړي دي.

حماس چې امریکا او اروپایي ټولنه یې ترهګر بولي، نن دوشنبه ( د اپریل ۱۵مه) د دغو بریدونو پخلی کړی دی، خو د مرګ ژوبلې په اړه یې څه نه دي ویلي.

فرانس پریس خبري اژانس د اسراییلو د پوځ په حواله ویلي، پر اسراییلو د ایران بې ساری برید به پر غزې د دوی د جګړې تمرکز بدل نه کړي.

د اسراییل د پوځ ویاند دانیل هګاري ویلي، دوی به غزه کې د خپلو یرغمل شویو کسانو د خلاصون لپاره یوه شیبه هم له خپل حساس ماموریت نه په شا نه شي.

اسراییلو وروسته تر هغه پر غزې بریدونه پیل کړل چې حماس د تېر کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییلو په غلچکي برید سره شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل او ۲۵۰ نور یې له ځان سره یرغمل کړل.

د غزې د عامې روغتیا وزارت چې د حماس تر واک لاندې دی ویلي چې د اسراییلو په ځوابي بریدونو کې تراوسه د غزې ۳۳ زره او ۷۲۹ اوسیدونکي چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي، وژل شوي دي.

پر اسراییل د ایران له بریدونو وروسته ناندرۍ؛ ګوتریش ښکېلې خواوې زیات زغم ته وبلل

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش

پر اسراییلو د ایران له برید وروسته او په سیمه کې د جګړې د پراخېدو له وېرې سره همهاله، د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش له ښکېلو خواوو د " زیات زغم" غوښتنه کړې ده.

ګوتیریش دغه څرګندونې نن دوشنبه د ملګرو ملتونو هغې بېړنۍ غونډې ته وکړې چې پر اسراییلو د ایران د برید په اړه بحث ته ځانګړې شوې وه.

بل لورته متحدو ایالتونو د اسراییل د امنیت لپاره د " اوسپنیزې ژمنې" ټټر وهلی، خو ویلي یې دي چې په هیڅ ډول غچ اخیستونکي اقدام کې به ونډه وانخلي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، منځنی ختیځ دا مهال د پاڼ په غاړه دی او ټینګار یې وکړ چې اوس د زغم او د تاوتریخوالي د کمولو وخت دی.

ایران د شنبې په شپه پر اسراییلو شاوخوا درې سوه توغندي او بې پيلوټه الوتکې وتوغولې چې د اسراییلو په وینا دغه برید یې ۹۹ په سلو کې شنډ کړی دی.

د ملګرو ملتونو په غونډه کې د اسراییلو سفیر ګیلاد اردان د ایران برید په کلکو ټکو وغانده، خو د ایران سفیر سعید ایرواني ادعا وکړه چې دا حمله " اړینه او متناسبه" وه او د ځان د دفاع لپاره یې ترسره کړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG