د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

د حکومت او ولسي جرګې ناندریو د مشرانو جرګې عکس‌العملونه پارولي


د افغانستان د کابینې د یو شمېر غړو د سلب صلاحیت پر سر د ولسي جرګې او افغان حکومت تقابل د مشرانو جرګې بېلابېل عکس‌العملونه راپارولي دي.

د دغې جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار د سې شنبې په ورځ له افغان حکومت او ولسي جرګې وغوښتل تر څو د وزیرانو د استیضاح او سلب صلاحیت پر سر رامنځته شوې ستونزه حل کړي.

د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار
د مشرانو جرګې رئیس فضل‌الهادي مسلمیار

ښاغلي مسلمیار زیاته کړه:

"که ستره محکمه د حکومت په تائید او یا رد باندې بحث کوي دا مناسبه خبره نه‎ده او د درېیو قوو تر منځ تشنج هم د هېواد په خیر نه‎دی موږ له دواړو خواوو غواړو چې دغه تشنج ته د پای ټکی ورکړي."

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې ولسي جرګې په تېرو څلورو ورځو کې ۱۳ وزیران د ۷۰ سلنه پراختیایي بودجې د نه‌مصرفولو په خاطر استیضاح کړي چې له دې ډلې اووه‌یې د جرګې له‎خوا سلب صلاحیت شوي دي.

خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني تېره ورځ ویلي چې د افغانستان له سترې محکمې یې غوښتي، څو د قانوني واکونو له مخې د افغانستان د کابینې د غړو د استیضاح مسئله وڅېړي او نتیجه‌یې جمهوري ریاست ته وسپاري.

یو شمېر سناتوران بیا د ولسي جرګې او افغان حکومت تر منځ د ستونزې حل د سترې محکمې کار نه‎ګڼي او وایي چې ستره محکمه د قوانینو د تفسیر مرجع نه‌ده.

سناتور باقي بریال وویل چې دا مسئله باید د اساسي قانون د څار کمېسیون ته راجع شوې وای.

دی وايي:

"دغه مسئله باید د سترې محکمې پر ځای د اساسي قانون د څار کمېسیون ته راجع شوې وی او که حکومت تقابل ته دوام ورکوي دا به ستونزه لا زیاته کړي."

خو له دې سره بیا د مشرانو جرګې دوهم مرستیال حسیب‌الله کلیمزي وویل چې افغان حکومت باید د افغانستان د ملي شورا پرېکړو ته درناوی وکړي.

کلیمزي وویل چې افغان حکومت باید د افغانستان د ملي شورا پرېکړو ته درناوی وکړي.
کلیمزي وویل چې افغان حکومت باید د افغانستان د ملي شورا پرېکړو ته درناوی وکړي.

ښاغلي کلیمزي زیاته کړه:

"ولسمشر باید په لومړي قدم کې د ملي شورا پرېکړو ته بشپړ احترام ولري، کابینه کې ستونزې وي، کابینه ناکامه وه، داسې وزیران هم شته چې ۲۳ فیصده بودجه‌یې مصرف کړې وه او بیا چې ولسي جرګې ته راتلل خپله بودجه‌یې ۴۰ فیصده حساب کړې وه."

دغه سناتوران همدارنګه خبرداری ورکوي که د افغان حکومت او ولسي جرګې تر منځ روان اختلافات حل نه‎شي دا به هېواد له کړکیچن وضعیت سره مخ کړي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG