د لاسرسي لېنکونه

د ولسي جرګې اداري پلاوی وایي، ستره محکمه د اساسي قانون د تفسیر ځای نه دی.

د دغې جرګې لومړي مرستیال ظاهر قدیر چې نن یې د ولسي جرګې مشري کوله، په عمومي غونډه کې په دې اړه وویل:

"ستره محکمه د قانون د تفسیر مرجع نه ده. که حکومت ځان غولوي، دا بېله خبره ده."

د مشرانو جرګې دویم مرستیال حسیب الله کلیمزي هم د نن ورځې په عمومي غونډه کې ورته نظر څرګند کړ او سترې محکمې ته یې د وزیرانو د استیضاح د تفسیر راجع کول د حکومت یو ناسم اقدام وباله.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر او اجرائیه رئیس سترې محکمې ته لارښونه کړې چې د ولسي جرګې له‎خوا د کابینې د غړو د استیضاح څرنکوالی دې د قانون پر بنسټ وڅېړي او نتایج دې جمهوري ریاست ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG