د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

د فساد او سترو جرمونو په اړه ۵۵ قضيې عدلي او قضايي مرکز ته رسېدلي


د افغانستان لویه څارنوالي وايي، د فساد او سترو جرمونو په وړاندې عدلي او قضايي مرکز به د پخوانیو او اوسنیو لوړپوړو دولتي چارواکو د اداري فساد دوسیې په جدیت سره وڅېړي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي د دوشنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، یاد مرکز ته دې دمه له بېلابېلو ارګانونو، کمېسیونونو او ادارو څخه شاوخوا ۵۵ قضیې ورسېدلي دي.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي
د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي

ښاغلی رسولي وايي:

"د مرکز له فعالیت تر دا مهاله له بېلابېلو مراجع شاوخوا ۵۵ دوسیې ورسېدلي چې د درې قضیو په اړه څېړنې بشپړې شوي او محکمې ته سپارل شوي، د ټولو قضیو په تړاو ۳۱ تورن دا مهال بندیان دي او پاتې تورن په ضمانت خوشې شوي دي."

ښاغلي رسولي زیاتوي چې د دغو یو شمېر نورو قضیو په تړاو دا مهال په مخابراتو، سوداګرۍ او عامې روغتیا وزارتونو او همدارنګه د الکترونیکي تذکرو په اداره کې پلټنې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د افغانستان شفافیت د څار بنسټ اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي ویلي چې په دې وروستیو کې فساد سره د مبارزې برخه کې جوړې شوې ادارې د حکومت تر نفوذ لاندې دي او هېڅ ډول استقلالیت نه‎‎لري.

د افغانستان شفافیت د څار بنسټ اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي
د افغانستان شفافیت د څار بنسټ اجرائیوي رئیس سید اکرام افضلي

خو لویه څارنوالي وايي چې د فساد او سترو جرمونو په وړاندې عدلي او قضايي مرکز به د ورکړل شوي صلاحیتونو په چوکاټ کې دننه په ډېر دقت، سرعت او له کوم فشار پرته د فساد او سترو جرمونو دوسیو ته رسیده‎ګي وکړي او خپل استقلالیت به وساتي.

په ورته وخت کې د حقوقي چارو یو شمېر کارپوهان د عدلي او قضايي مرکز په بې‎طرفي او د قضیو په پلټنو کې په دقت ټینګار کوي.

د دغو کارپوهانو له ډلې کبیر رنجبر ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه د فساد او سترو جرمونو پر وړاندې د عدلي او قضايي مرکز کارونه نوي دي باید د انتقادونو پر ځای د هغوی ملاتړ وشي.

افغان کارپوه کبیر رنجبر
افغان کارپوه کبیر رنجبر

ښاغلی رنجبر زیاتوي:

"که دوی په عمل کې خپل استقلال وساته او مداخلې ونه‎مني، دوی به سرلوړي وي او تر انتقادونو لاندې به نه‌راځي، دا چې یاده اداره نوې ده او په عمل کې یې کم کار کړی، باید کړنو ته‌یې خلک صبر او حوصله وکړي، وروسته وبه لیدل شي چې یاد مرکز خپل استقلال ساتلی شي او کنه."

د فساد او د سترو جرمونو په وړاندې عدلي او قضايي مرکز د تېرې شنبې په ورځ دوه تورن کسان په علني توګه محکمه کړل چې یو په‌کې پخوانی نظامي څارنوال و.

ښاغلی رنجبر یاد مرکز ته سپارښتنه کوي چې د چا مقام او دولتي موقف ونه‌ګوري او د ټولو هغو پخوانیو او اوسنیو دولتي چارواکو دوسیې وڅېړي چې په فساد کې ښکېل دي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG