د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

د لویې څارنوالۍ یوڅارنوال د بډو اخیستو په تور نن محاکمه کېږي


نن شنې د افغانستان د لویې څارنوالۍ یو څارنوال د بډو د اخیستو په تور په علني ډول محاکمه کېږي.

ټاکل شوې وه دا سړی په تېره اوونۍ کې محاکمه شوی وای، خو د لویې څارنوالۍ چارواکي وايي، د ځینو ستونزو له کبله دا محاکمه نن ورځې ته وځنډول شوه.

دا په تېرو څو کلونو کې د دې څارنوالۍ لومړی لوړپوړی مامور ګڼل کېږي چې د اداري فساد سره په تړلو تورونو محاکمه کېږي.

د افغانستان د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي، د تورن کس د نوم له اخیستلو ډه ډه وکړه خو ویې ویل، نوموړی به د اداري فساد درنو جرمونو پر ضد ځانګړې محکمه کې محاکمه شي.

ښاغلي رسولي چې د جمعې په ورځ یې ازادي راډیو سره خبرې کولې وویل چې یوازې د څارنوالۍ دا چارواکی نه بلکې د شنبې په ورځ به د یو بل تورن بشپړه شوې دوسیه هم د ادارې فساد پر ضد ځانګړې محکمې کې وڅېړل شي.

جمشید رسولي
جمشید رسولي

نوموړزیاته کړه:

"د دې ترڅنګ چې د رشوت د اخیستو په تور د څارنوالۍ د دې کارکونکې په اړه محکمه غونډه کوي، د اختلاس یوه بله قضیه چې مخکې له دې یې د اداري فساد د درنو جرمونو پر ضد ځانګړې څارنوالۍ کې تحقیق بشپړ شوی دی او دوسیه یې محکمې ته سپارل شوې ده، د محکمې څخه د ترلاسه شوي مکتوب له مخې به د نهه نیمو بجو په شا او خوا کې په دې اړه هم د محکمې غونډه جوړه شي."

که څه هم د لویې څارنوالۍ ویاند د تورنو د نومونو له اخیستلو ډه ډه وکړه خو تر دې مخکې لوړ پوړو افغان چارواکو ویلي چې لویه څارنوالي او د اداري فساد پر ضد د مبارزې ځانګړې محکمه د اداري فساد پر ضد د تورنو لوړپوړو چارواکو دوسیې څېړل پیلوي.

اداري فساد په افغانستان کې د ښې حکومتوالۍ په مخ کې لویه او جدي ستونزه ګڼل کېږي.

دې ستونزې نه یوازې دننه په افغانستان کې د عامو افغانانو د ناخوښۍ او پر حکومت د باور د کموالی سبب شوې بلکې د افغان حکومت نړیوال ملاتړي هم له افغان حکومت څخه د دې پدیدې په وړاندې د جدي مبارزې غوښتونکي دي.

د ملي یووالي حکومت د اداري فساد پر ضد مبارزه خپل لومړیتو ب یاد کړی خو د ډېرو په باور په دې برخه کې تر اوسه د پام وړ لاس ته رواړنې نه لري.

XS
SM
MD
LG