د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

پروېز خټک: مرکزي حکومت دې ناراجسټر افغان کډوال راجسټر کړي


د پاکستان ځینو سیاسي ګوندونو د دې هېواد له مرکزي حکومته غوښتي چې په پاکستان کې دې د راجسټر افغان کډوالو د پاتې کېدو موده وغځوي او همدا شان دې د ناراجسټر کډوالو په اړه هم وروستۍ پرېکړه وکړي.

د پاکستان د سیاسي ګوندونو استازو دا غوښتنه د دوشنبې په ورځ اسلام‎اباد کې د سرحدونو او قبایلي چارو یا سېفران وزارت په ودانۍ کې په هغه ټول‎ګوندېزه غونډه کې کړې چې پاکستان کې د افغان کډوالو د برخلیک په اړه جوړه شوې وه.

په دغې غونډه کې د پاکستان د یو شمېر سیاسي ګوندونو استازو ګډون کړی و چې په دې هېواد کې د مېشتو افغان کډوالو په اړه‌یې بحث کړی او د هغوی د راتلونکي په اړه‌یې مرکزي حکومت ته وړاندیزونه کړي چې منظوري به‌یې د پاکستان پارلمان ورکوي.

تر غونډې وروسته د خېبر پښتونخوا صوبې وزير اعلی پروېز خټک له رسنیو سره په خبرو کې وویل، له مرکزي حکومته‌یې غوښتي چې ناراجسټر شوي افغان کډوال دې هم راجسټر کړي، څو هېواد ته د بېرته ستنېدو پر مهال ورسره د نړیوالې ټولنې له‎خوا مرسته وشي.

خټک وایي، حکومت په زور یو کډوال هم خپل ملک ته نه‌لېږي خو زیاتوي چې حکومت به‌یې تر کومې پورې په خېبر پښتونخوا کې له مېشتو ناراجسټر شویو افغان کډوالو سره ګوزاره کوي.

خټک وایي، حکومت په زور یو کډوال هم خپل ملک ته نه‌لېږي.
خټک وایي، حکومت په زور یو کډوال هم خپل ملک ته نه‌لېږي.

ښاغلی خټک وايي:

"موږ کله هم نه‎دي ویلي چې څوک به په زوره له هېواده وشړو، ځکه چې موږ د نړیوالو معاهدو پابند یو، بلکې زما ستونزه غیر راجسټر شوي افغان کډوال وو، زما په صوبه کې لکونه خلک له قانوني اسنادو او شناخت پرته ګرځي، نو زه څنګه دا خلک وزغمم او زما پولیس به څرنګه دا خلک پرېږدي. نو ما له دوی غوښتي وو چې دوی راجسټر کړي چې خپل هېواد ته د ستنېدو پر مهال خالي لاس لاړ نه‎شي، بلکې یو څه مرسته ورسره وشي."

پرویز خټک زیاته کړه، اوس چې افغان کډوال په خپله خوښه هېواد ته ستنېږي او دا سیسټم روان شوی، نو مرکزي حکومت دې اوس پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسېدنې موده تر ډېره نه‌غځوي.

د پاکستان مرکزي حکومت تر دې مخکې د روان کال په سېټمبر مياشت کې په دې هېواد کې د مېشتو راجسټر افغان کډوالو د پاتې کېدو موده د راروان ۲۰۱۷ میلادي کال تر مارچ مياشتې پورې وغځوله.

د پاکستان د سرحدي چارو وزارت مرکزي سکرټر محمد شهزاد ارباب تر غونډې وروسته له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې د سیاسي ګوندونو استازو له مرکزي حکومته د افغان کډوالو د اوسېدنې او افغانانو ته د ویزې ورکولو د پالېسۍ په اړه وړاندیزونه وړاندې کړي، خو به خبره‌یې چې وروستۍ منظوري به‌یې پارلمان ورکوي.

نوموړی په دې اړه وايي:

"سیاسي ګوندونو ځینې تجویزونه وړاندې کړي چې تاسو له ټولو افغان کډوالو سره یو ډول چلند مه کوئ، بلکې هغوی په کټګوریو کې تقسیم کړئ. مثلاً د زده‎کوونکو لپاره باید د ویزې نرمه پالېسي وي. همدا شان هغه خلکو ته چې دلته‌یې سرمایه‌ګذاري کړې یا سوداګر دي، هغوی ته باید رعایت ورکړل شي او کومو کورنیو چې له یو بل سره خپلوۍ کړي او په ځانګړې توګه له ناروغانو سره چې د درملنې لپاره راځي، باید له هغوی سره مختلف چلند وشي او رعایت ورکړل شي."

افغان کډوال په پېښور کې
افغان کډوال په پېښور کې

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې «UNHCR» د وینا له مخې په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۵ لکه راجسټر کډوال مېشت دي، خو پاکستاني چارواکي بیا وايي چې په همدومره شمېر کې غیر راجسټر کډوال هم په دې هېواد کې دېره دي.

که څه په دې وروستیو کې له پاکستانه د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ تېزه شوې او په پېښور کې د افغان کډوالو د اتشې د چارواکو په وینا، په روان کال کې تر ۵ لکو زیات راجسټر افغان کډوال خپل هېواد ته ستانه شوي، خو «یو. اېن. اېچ. سي. آر» د راتلونکې مياشتې له لومړۍ نېټې د راجسټر کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ د ژمي د رارسېدو له امله درېيو مياشتو پورې ځنډولې ده.

د یادونې وړ ده چې «يو. اېن. اېچ. سي. آر» له پاکستانه په خپله خوښه له ستنېدونكي هر راجسټر افغان كډوال سره درې نيم سوو (۳۵۰) ډالرو نه علاوه د سفر خرچ په توګه د دېرشو (۳۰) نه تر اوویا (۷۰) ډالرو پورې مرسته هم کوي.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG