د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۸

نیویارک ټایمز: د افغان پناه غوښتونکو پر مخ دروازې تړل کېږي


نیویارک ټایمز

نیویارک ټایمز ورځپاڼې تر دې عنوان لاندې چې د افغان پناه غوښتونکو پر مخ دروازې تړل کېږي، یو مطلب خپور کړی دی.

ورځپاڼه لیکي:

پاکستان افغان کډوال اوباسي، زرګونه افغانان چې د سختو ستونزو ګاللو سره يې ځانونه اروپا ته ورسول، بېرته خپل هېواد ته لېږل کېږي او جګړو او د طالبانو بریدونو لسګونه زره افغانان په خپل وطن کې بې ځایه کړي دي.

د مطلب لیکونکی وايي، د روان میلادي کال ترپایه ښايي په افغانستان کې د کډوالۍ ستونزه په بې ساري ډول لویه شي.

د بشري حقونو ډلې وايي، شاوخوا یو نیم میلیون افغانان سږکال بېرته خپل هېواد ته ستنېږي چې زیاتره يې د خپلې خوښې برخلاف بېرته استول کېږي.

ورځپاڼه زیاتوي:

په افغانستان کې د کډوالو د بېرته منلو لپاره کوم ځانګړی پروګرام نشته او د سلګونو زرو بېرته ستانه شوېو کډوالو په اړه د بشري ټولنو نه پاملرنه شرمونکی دی.

نیویارک ټایمز لیکي:

د افغان کډوالو په منځ کې د افغان مېرمنې شربت‎ګلې کیسه له کلونو وروسته یوځل بیا تازه شوه او د دغې افغان مېرمنې موضوع په پاکستان کې د افغان کډوالو د اوسني وضیعت یو خواشینونکي انځور بلل شوی دی.

ګارډین:

ګارډین ورځپاڼې افغانستان ته د افغان مېرمنې شربت‎ګلې د سپارلو پر موضوع مقاله خپره کړې ده.

ګارډین لیکي:

شربت‎ګله پاکستان کې د اقامت د جعلي اسنادو د لرلو په تور په پېښور کې زنداني شوه، د صحت د خرابېدو په نتیجه کې څو ورځې په روغتون کې وه او د چهارشنبې په شپه د تورخم له لارې افغانستان ته وسپارل شوه.

ورځپاڼه وايي ولسمشرغني او یو شمېر لوړ رتبه مقاماتو د چهارشنبې په ورځ په ارګ کې شربت‎ګلې او د هغې کورنۍ ته ښه راغلاست ووایه.

د افغانستان جمهور رئیس شربت‎ګله چې په شنو سترګو کې يې د خوښی کوم رنګ نه لیدل کېده د زړورتیا یوه نمونه وبلله.

ورځپاڼه زیاتوي:

د ولسمشرغني د خبرو پرمهال شربت‎ګلې چې ابي رنګه چادري يې اغوستې وه، یوه کلمه څه ونه وویل او په چوپتیا سره يې هرڅه کتل.

ولسمشرغني شربت‎ګله مخاطب کړه او ویې ویل، افغانستان به ترهغې پورې یو بشپړ هېواد نه‎شي ترڅو پورې چې د شربت‎ګلې په شان ټول افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه نه‎شي.

XS
SM
MD
LG