د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۹

ارګ د وزیرانو استیضاح موضوع سترې محکمې ته استولې


که څه هم ولسي جرګې د وزیرانو استیضاح او د اعتماد د رایې د اخېستلو لړۍ ته دوام ورکړی خو ارګ وايي چې د وزیرانو د استیضاح موضوع یې د قانوني تفسیر لپاره سترې محکمې ته استولې ده.

د ولسمشر ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، که څه هم ولسمشر د وزیرانو د استیضاح په اړه خپلې اندیښنې له وکیلانو سره شریکې کړې وې خو اوس دغه قضیه سترې محکمې ته راجع شوې ده.

د ولسمشر ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال
د ولسمشر ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال

ښاغلي مینه‎پال زیاته کړه:

"حکومت د وزیرانو د استیضاح مسئله سترې محکمې ته استولې او موږ منتظر یو چې ستره محکمه له قانوني اړخه دا موضوع تفسیر کړي او د افغانستان د سترې محکمې د پریکړې پر وړاندې څوک نه‎شي درېدای."

د افغانستان سترې محکمې مسؤلین بیا وايي چې تر اوسه د وزیرانو د استیضاح موضوع دوی ته نه‎ده استول شوې.

ولسي جرګې د پراختیايي بودجې د نه مصرف له کبله تر اوسه ۹ وزیران استیضاح کړي چې له ډلې یې شپږ سلب صلاحیت شوي او درې وزیران د جرګې د تائید وړ ګرځیدلې دي.

په هغو وزیرانو کې چې د اعتماد رایه ورڅخه اخېستل شوې، د بهرنیو چارو، فواید عامې، کار او ټولنېزو چارو، پوهنې، ټرانسپورټ او لوړو زده‎کړو وزیران شامل دي.

خو هغوی چې بیاځلي له وکیلانو رایه اخېستې، د مالیې، عدلیې، ښار او کورو جوړنې چارو وزیران دي.

له دې ټولو سره-سره یو شمېر افغان کارپوهان د دولت د اجرائیه او مقننه قوې ترمنځ تقابل د ټولو په زیان بولي.

سیاسي کارپوه انتظار خادم وايي، که څه هم ځیني وزیران بې کفایته دي خو د ولسي جرګې او حکومت ترمنځ اوسنی رامنځته شوی تقابل تر ډېره احساساتي دی.

سیاسي کارپوه انتظار خادم
سیاسي کارپوه انتظار خادم

ښاغلی خادم وايي:

"د پارلمان وکیلانو د خپلې کاري دورې په وروستیو کې د دې لپاره چې ځانونه ولس ته قهرمانان وښي دغه پروسه پیل کړي او هرکله چې احساسات او جوش پر هوش باندې غالب شي پایلې یې سمې نه‎وي او زه یې هم پایلې سمې نه ګورم."

دا په داسې حال کې چې د ولسي جرګې یو شمېر غړي بیا تر ډېره د ملامتۍ ګوته حکومت ته نیسي.

د ولسي جرګې غړی نذیر احمدزی وايي، که څه هم د ولسي جرګې دریځ پر حقه دی خو بیا هم د جرګې غړي هڅه کوي چې دغه ستونزې ته مناسبه حل لاره ومومي.

محمد حدیث پردېس

پخواني:

د افغانستان د ارګ ماڼۍ وايي چې د ولسي جرګې له لوري د وزیرانو د استیضاح موضوع یې د تفسیر لپاره سترې محکمې ته استولې ده.

د ولسمشر د ویاند مرستیال وايي، د وزیرانو د استیضاح په اړه د سترې محکمې هر ډول پریکړې ته به حکومت درناوی وکړي.

خو د افغانستان د سترې محکمې مطبوعاتي دفتر بیا وايي چې تر اوسه د وزیرانو د استیضاح موضوع دوی ته نه ده راجع شوې.

کارپوهان بیا د دولت د دوو قوو ترمنځ تقابل په خپله د دولت او ولس لپاره خطرناک بولي.

XS
SM
MD
LG