د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۸

د افغانستان په اړه د ډونالډ ټرمپ د ابهام په حال کې پالېسي!


تر اوسه پورې روښانه نه‌ده چې د افغانستان په اړه به د امریکا د منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پالېسي څه وي؟

روېټرز خبري اژانس وايي، پوښتنه دا ده چې ایا ټرمپ به په افغانستان کې د امریکا اوسنۍ پالېسۍ ته چې په دې هېواد کې د میلیاردونو ډالرو په لګښت او د زرګونو سرتېرو په حضور ولاړه ده، دوام ورکړي او که د دې هېواد په وړاندې به کومه نوې لاره خپله کړي.

افغانستان چې نړیوالو مرستو ته اړتیا لري، په بې‌صبرۍ له کابل سره د واشنګټن د مرستو د دوام په اړه د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرېکړې ته انتظار کوي.

د روېټرز خبري اژانس وايي، په افغان چارواکو کې ډېرو کمو دا تمه لرله چې جمهوري غوښتونکی ډونالډ ټرمپ به د امریکا راتلونکی ولسمشر انتخاب شي.

په راپور کې د یو افغان چارواکي له خولې ویل شوي، "د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ بریا ورته حیرانونکې وه، ځکه ډېر خلک د دې د برعکس نتیجې په تمه وو."

دې چارواکي د روېټرز خبري اژانس ته ویلي، "افغانستان د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتي مبارزو کې د دواړو کاندیدانو له‌خوا نه‌یادېده، خو له دې سره هم ډېر افغانان په دې تمه وو چې ډموکراټه کاندیده هېلري کلېنټن به د امریکا راتلونکې ولسمشره وي."

روېټرز د امریکا د راتلونکي ولسمشر د بهرنۍ پالېسۍ په برخه کې افغانستان یوه ستونزه ګڼي چې نوی ولسمشر به ورسره مخ وي.

امریکا په افغانستان کې یو سلو پنځلس میلیارده ډالر لګولي دي.

په داسې حال کې چې په دې هېواد کې د طالبانو د نظام له سقوط څخه پنځلس کاله تېر شوي، خو دغلته لا هم جګړه روانه ده او د دې هېواد له درې برخو یوه د افغان حکومت له واکه وتلې ده.

د امریکا د ولسمشرۍ تر انتخاباتو مخکې امریکايي چارواکو په افغانستان کې خپلو متحدانو ته ویلي وو، دا هېواد به د امریکا د نوي حکومت له بې‌تفاوتۍ سره مخ نه‌شي.

په کابل کې د امریکا سفیر مایکل مک کېنلي د خپل هېواد د ولسمشرۍ د انتخاباتو په لومړۍ ورځ وویل:

"ډاډمن دی چې افغانستان به د امریکا د بهرني سیاست په لومړیتوبونو کې پاتې شي."

ډونالډ ټرمپ تر اوسه د افغانستان سره کمه لېوالتیا ښودلې ده، که څه هم په وروستیو خبرو کې یې ویلي په افغانستان کې به زیات امریکايي سرتېري وساتي، خو تر دې مخکې نوموړي په افغانستان کې د امریکا مداخله یوه وېرونکې تېروتنه ګڼلې وه.

یو افغان چارواکي د نوم د نه‌ښودلو په شرط روېټرز خبري اژانس ته ویلي، "هماسې چې د انتخاباتي کمپاین پر مهال ډونالډ ټرمپ د داعش د وسله‌والې ډلې د له‌منځه وړلو ژمنه کړې نو داسې نه‌ښکاري چې له افغانستان څخه دې سرتېري وباسي، ځکه په افغانستان کې دا مهال داعش په یو جدي خطر بدل شوی دی."

XS
SM
MD
LG