د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۲

د امریکا ولسمشرۍ ته د ډونالډ ټرمپ ۱۰۰ورځنی پروګرام


د اکتوبر میاشتې پای کې د امریکا د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ چې اوس د امریکا منتخب ولسمشر دی، یو پروګرام یې وړاندې کړی چې نوم یې دی "امریکایي رایه ورکوونکو سره د ټرمپ تفاهم‎لیک"

نوموړي په دغه تفاهم‎لیک کې د ده د ولسمشرۍ په لومړیو سلو ورځو کې خپلو اهدافو ته د ریښتینې بڼې ورکول ذکر کړي دي.

له فساد سره مبارزه:

دغه تفاهم‎لیک چې د امریکا عمومي راډیو "ان.بي.ار" کې خپره شوې، په‎کې شته موارد "فساد له‎منځه وړل" د دولتي او تصمیم نیوونکو بنسټونو له‎خوا وستایل شول چې د کارګرو او مالیاتي مسائل، ملي امنیت، د جرمونو او جنایتونو سره مبارزه یا د ګډو پولو مسئلې چې د ښاغلي ټرمپ د پروګرامونو څخه دي په‎کې شته.

د دې تفاهم‎لیک شپږ لومړنۍ مادې چې "فساد له‎منځه وړل او په واشنګټن کې د ځانګرو منافعو ګټه اخېسته" یې نوم دی،د فدرال او په ګانګرس کې د استازولۍ په مسائلو کار کوي.

لومړنی بند یې د کنګرې د غړو د استازولۍ په دفاعاتو پر محدودیت ټینګار کوي.

په دوهمه ماده کې یې ویل شوي دي، د اردو او امنیتي ځواکونو او روغتیایي خدمتونو نه غیر د فدرال د نهادونو او بنسټونو لپاره استخدام بندېږي.

په دریمه ماده کې یې د ضوابطو په کمولو او د فدرال قوانینو ته اشاره شوې.

په څلورم بند کې د دولت د کانګرس د پخوانیو غړو له‎خوا چې پینځه کاله یې دولت دولتي ماموریت پریښی وي، د لابي ګرۍ د ممنوعیت په اړه یادونه شوې، په نورو وروستیو بندونو کې لابي ګرۍ پراخوالی کړی او ډونالډټرمپ د دې غوښتونکی شوی چې په ټوله کې بهرنۍ لابي ګري د امریکا په انتخاباتي پروسه د پیسو ورکولو حق ونه‎لري.

د جمهوري غوښتونکو د ګوند د وخت نوماند په خپله تفاهم‎لیک کې، د نوومبر د میاشتې د اتمې له رایو ورکولو څو ورځې مخکې د متحده ایالاتو د کارګرو په لورې تللی.

نوموړی وایي، د ده د دولت په لومړنیو سلو ورځو کې چې کوم پروګرامونه وړاندې کړي د "د دې قشر" ملاتړ به تر لاسه کړي.

په اوو بندونو کې چې د کارګرو او کارکوونکو لپاره په‎کې اشاره شوې، په لومړۍ درجه کې د نفتا په تفاهم نامه د دوباره خبرو، د شمالي امریکا د خپلواکې سوداګرۍ موافقه چې د امریکا، مکزیک او کاناډا تر منځ شوی، په اړه یې بحث شوی.

دغه موضوع‎ګانې د مکزیک د ارزښت د سخت سقوط د عواملو له جملې څخه دي چې د ټرمپ د بریا له امله یاد شوي.

د دې په وروستیو مادو کې نور تجاري تفاهم نامې هدف ګرځیدلي دي، ټرمپ وایي د ده دولت د ترانس پاسفیک له پیمانه څنګ ته ځي.

د تېرې میزان میاشتې د امریکا ایالات او ارام اقیانوس په خوزه کې د نړۍ نور ۱۱ هېوادونه له دې جملې، په ختیځ کې د امریکا اصلي متحد جاپان د سیمې د یوې ازادې سوداګرۍ پر سر چې د نړۍ تر ټولو پراخه یادېږي، موافقې ته رسېدلي.

په هغه وخت مې رسنیو ویل، دغه تفاهم نامه کولی شي په هر څه اقر وکړي.

ټرمپ وایي، د ده دولت به له چین سره چې د داسې یو هېواد په توګه چې په لاسي کارونو د پیسو د ارزښت په معلومولوبوخت دی، مخ ته ته لاړ شي نوموړي د چین پولي واحد ته چې د امریکا د متحده ایالاتو په نظر د دوی د ډالرو سره یو شان نه دي اشاره وکړه.

ټرمپ وایي، د بهرني ځواکونه چې د متحده ایالاتو د کارونو مخه نیسي یا هغوی تهدیدوي یا د انرژۍ برخه کې لکه د نفتو برخه د دوی د کار موانع ګرځي له منځه وړي.

ښاغلي ټرمپ په ټوله کې له خپلو پروګرامونو څخه په دې برخه کې ویلي ملګرو ملتونو ته د موسمي پېښو او تهدیدونو ته د مبارزې لپاره د امریکا د سلګونو میلیادو ډالرو د ورکولو ژمنې بېرته اخلي او دغه پیسې به د امریکا د اوبو او طبیعي سرچینو په برخه کې ولګوي.

نوموړي خپلو پلویانو ته د اکتوبر په میاشت کې ژمنه ورکړې وه چې د ده د بریا په صورت کې به په همغو سلو ورځو کې هغه پینځه ځانګړي ګامونه پورته کړي چې د امریکا د امنیت او د قانون حاکیمیت لپاره دي.

په لومړۍ ماده کې وایي، د پخواني ولسمشر بارک اوباما له خوا د غېری قانوني اجرأتو او عملي شوېو مقراراتو مخه به ونیسي.

په دویم بند کې د امریکا په عالي دیوان کې د ځای ناستي قاضي په اړه ویل شوي. دغه دیوان نهه چوکۍ لري چې د کانګرس جمهوري غوښتونکو د انتوني اسکالیان له مرګه وروسته اوباما ته اجازه نه‎ده ورکړې چې د هغه ځای ناستی انتخاب کړي چې اوس به د ښاغلي ټرمپ له‎خوا ټاکل کېږي.

دا دیوان په امریکا کې په قضایي برخه تر ټولو لوړ رتبه ځای دی او د ده په جوړښت کې ټول قاضیان له سیاسي پلوه ډېر زیات ارزښت لري.

د امریکا منتخب ولسمشر لکه څنګه چې ژمنه کړې، په پام کې لري چې د لومړیو سلو ورځو په درشل کې ټول هغه ناقانونه مهاجرینو د ایستلو چې نېږدې دوه میلونه کسان دي او د هغو هېوادونو سره د اړیکو د پریکولو چې دوی بېرته نه اخلي، خپله برنامه پیل کړي.

ټرمپ وایي، د هغو هېوادونو د مهاجرینو مخه به نیسي چې د ترورېزم سره نېږدې اړیکې ولري او د برسۍ وړنه وي.

د امریکایانو رایه ورکوونکو لپاره د ډونالډ ټرمپ تفاهم‎نامه د پولو او د مکزیک د میکزیک په مصرف د پولې پر سر دیوال تیرولو ته اشاره شوې.

نوموړي وعده کړې چې د اوباما د روغتیایي بیمې مخه به چې په اوباماکر یادېږي نیسي.

هغه طرحه چې د اوباما د جمهوري ریاست د میراث په نامه یادېږي، د ټرمپ په خبره یوه بله طرحه به د دې پرځای، ځای کړي.

نوموړي د نوومبر د اتمې په انتخاباتو کې د بریا په صورت کې به د امریکا د اردو د بېرته جوړونې لپاره کار کوي، په واشنګټن کې به د فساد ریښې اوباسي، هغه د هغو قوانینو مخه به نیسي چې امریکایي شرکتونو ته اجازه ورکوي چې په نورو هېوادونو تولید وکړي او بیا یې په امریکا کې وپلوري.

ده په همدې حال کې ژمنه وکړه چې د مالیاتو په برخه کې هغو طبقو سره چې متوسط دي د مالیاتو د لوړوالي لپاره کار کوي.

د ټرمپ له بریا سره سم جمهوري غوښتونکې بریالي شول چې د امریکا د استازو او سنا په جرګه کې خپل اکثریت تر لاسه کړي چې په دې توګه د اجرأتو ټول صلاحیت د جمهوري غوښتونکو په لاس کې دی.

د په سنا کې د اکثریتو جمهوري غوښتونکو مشر میج مک کانل د تېرې چهار شنبې په ورځ د ټرمپ د ډېرو برنامو ملاتړ وکړ او د ځینو پروګرامونو په اړه یې ویلي چې په لومړیتوبونو کې نه راځي.

ډونالد ټرمپ له امریکایانو وغوښتل چې سره متحد شي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:53 0:00

د استازو د دفاع ګانو د محدودیت د طرحې د نمونې په توګه چې ښاغلی مک کانل یې وایي، دغه مسئله د سنا په لومړیتوبونو کې ځای لري، نوموړي د ټرمپ د زیربنایي ځینو پروګرامونو او طرحو په اړه هم همدا خبره تکرار کړې ده.

دی په همدې حال کې وایي، د اوباما د دولت د بیمو د خدمتونو د پروګرام ودرېدلو ته لومړیتوب ورکولو ترڅنګ هغه پروګرامونه لکه د مالیاتو اصلاح او د پولو د امنیت ساتل په هر شکل چې کېږي باید ورته رسیده‎ګي وشي، خو د مهاجرتونو د لومړیتوبونو په اړه یې په سنا ډېر څه ونه ویل.

ښاغلي مک کانل په همدې حال کې وویل، قانون جوړونکي د همکارۍ په نیت له ټرمپ سره مرستې ته تیار دي او د ده د اکثرو پروګرامونو پلویان دي.

XS
SM
MD
LG