د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

کارټر: د بګرام حمله به د امریکا پر مأموریت او ژمنو اغېز ونه‌کړي


د امریکا متحده ایالتو دفاع وزیر ویلي د بګرام په هوايي ډګر پرونۍ حمله به په افغانستان کې د امریکا په مأموریت او ژمنو کوم اغېز ونه‌کړي.

اشټون کارټر په یوه بیان کې چې د پنټاګون له‌خوا خپور شوی د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي ښودلې او ویلي یې دي چې د امریکا د امنیت د ټينګښت او د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره له پیل شوي مأموریت څخه نه په شاه کېږي.

هغه په یوه بیان کې چې د پنټاګون له‌خوا خپور شوی ویلي په دې حمله کې څلور امریکایان چې دوه‌یې سرتېري او دوه‌یې قراردادیان دي وژل شوي او شپاړس نور امریکايي پوځیان او یو بل پولنډی سرتېری هم ټپيان دي.

په دې حمله کې څلور امریکایان وژل شوي
په دې حمله کې څلور امریکایان وژل شوي

اشټون کارټر ویلي:

"هغو کسانو ته چې دا حمله‌یې کړې زما پیغام ساده دی هغه دا چې موږ به د خپل هېواد د ساتنې او د افغانستان د ښې راتلونکې د تضمین په هدف د خپل مأموریت په مخته وړلو کې لاس په سر نه‌شو."

کارټر ویلي په افغانستان کې د سرتېرو خوندیتوب ورته لومړیتوب لري او دا تراژیدي به ضرور څېړي او په راتلونکي کې به د ورته پېښو د مخنیوي لپاره لازمې لارې لټوي.

هغه د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره غم شریکي ښودلې او ویلي يې دي چې د ټپیانو د درملنې لپاره به هېڅ هڅه ونه‌سپمول شي.

د بګرام په هوايي ډګر کې د شنبې ورځې په سهار یوه کس چې انتحاري واسکټ‌یې په ځان کې و حمله وکړه او دا مرګ ژوبله‌یې پوځیانو ته اړولې ده.

د بګرام په هوايي ډګر کې د شنبې په ورځ انتحاري حمله وشوه
د بګرام په هوايي ډګر کې د شنبې په ورځ انتحاري حمله وشوه

د وسله‌والو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی او ادعا يې کړې چې ګڼو بهرنیانو ته‌یې مرګ ژوبله اړولې ده.

افغان پوځیانو ته د امنیتي مسؤلیتونو له ورسپارلو وروسته د بهرنیو پوځیانو د مرګ ژوبلې کچه ډېره کمه شوه خو دا به په روان کال کې لومړی وار وي چې په دې کچه مرګ ژوبله پوځیانو په خاصه توګه امریکايي عسکرو ته اوړي.

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني، د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ، فرانسوي چارواکو او ګڼو نورو کسانو دا حمله غندلې ده.

ولسمشر غني په یوه بیان کې چې ارګ ماڼۍ خپور کړی دا حمله سخته غندلې او ویلي یې دي چې افغان حکومت د افغانستان او د نړیوالو متحدینو د دښمنانو د له‌منځه وړلو لپاره په خپل هوډ کلک ولاړ دی.

د پروان سیمه‌ییزو چارواکو پرون ویلي و چې حمله کوونکي هغه وخت حمله کړې چې د هوايي ډګر کارکوونکي دننه تلل او دا لا معلومه نه‌ده چې ټپیانو کې څومره بهرنیان او څومره افغانان شامل دي.

رسنیو راپور ورکړی چې دا امریکایان په امریکا کې د "سرتېرو ورځ" تر نامه لاندې د یوې ورځې ناوخته لمانځ غونډې پر مهال تر حملې لاندې نیول شوي.

د "سرتېرو ورځ" هر کال د نومبر په یولسمه د امریکا د وسله‌وال پوځ د ټولو غړو د درنښت په هدف لمانځل کېږي او د امریکا عمومي رخصتي ده.

لس ورځې مخکې هم په کندز کې په یوه بمبار کې چې د طالبانو د له‌منځه وړلو په هدف شوی و د دري دېرشو افغان ملکیانو تر څنګ دوه امریکايي عسکر هم وژل شوي و.

د ناټو سرمنشي ینس سټولټنبرګ هم د یادې پېښې له قربانیانو سره خواخوږي ښودلې او ویلي یې دي چې "ناټو به له تروریزم سره په مبارزه کې له افغانستان سره ولاړه وي."

د فرانسې د بهرنیو چارو وزارت هم دا حمله غندلې او په افغانستان کې یې د ترورېستانو په له‌منځه وړلو ټینګار کړی دی.

د منل شویو شمېرو له مخې په افغانستان کې د جګړې له پیل راهیسې یعنې له ۲۰۰۱ کاله ۲۳۴۲ امریکايي پوځیان وژل شوي او ۲۰۰۶۵ تنه نور ټپیان دي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG