د لاسرسي لېنکونه

د پروان سیمه ییز چارواکي وایي چې نن شنبې سهار وختي په بګرام هوایې ډګر کې چاودنه شوې ده.

د بګرام ولسوال عبدالشکور فدایي ازادي راډيو ته وویل چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پېښه کې درې تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوې دي.

خو نوموړي د وژل شوو او ټپیانو په اړه نور جزئیات ورنه کړل.

تراوسه د دغې چاودنې په اړه نور معلومات نه دي ورکړل شوي، خو د سیمې چارواکي وایي چې په دې برخه کې پلټې پیل شوي دي.

د بګرام هوایي ډګر د کابل په شمال کې د امریکایي ځواکونو عمده مرکز ګڼل کېږي چې دغلته جدي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

په همدې حال کې د پرقاطع ملاتړ ماموریت ځواکونو هم دغه چاودنه یې تایید کړې او ویلي چې تلفات لري، خو ډېر جزئیات یې نه دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG