د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

ظریف: هیله ده ډونالډ ټرمپ اټمي موافقه ومني


ایران وايي، د دې هېواد او د نړۍ د سترو قوتونو ترمنځ د اټمي موافقې منل او تطبیق د ټولو اړخونو په ګټه دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وايي، دی باور لري چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د تهران او نړیوالې ټولنې ترمنځ اټومي موافقه ومني.

محمد جواد ظریف د جمعې په ورځ د چیک جمهوریت په مرکز پراګ کې خبریالانو ته وویل دا د ټولو اړخونو په ګټه ده چې د دې اټمي موافقې په اړه خپلې ژمنې عملي کړي.

دا د ټولو خواو په ګټه ده.
دا د ټولو خواو په ګټه ده.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په دې باور یوو چې دا د ټولو خواو په ګټه ده چې په مثبته توګه له یو بل سره چلند وکړو، فکر کوم یو ځل چې دا ګر سره د کېني او خلک د سیمې او نړۍ پر حقیقتونو وپوهول شي، هیله مندیم چې ډونالډ ټرمپ به دا موافقه ومني."

د متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین پر مهال ویلي چې که دی جمهور رئیس شي نو له ایران سره اټمي موافقه به لغوه کړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف ویلي چې زیات خلک او زیات هېوادونه د تهران او د نړۍ د ۶ سترو قدرتونو په اټمي موافقه کې ښکیل دي او د نوموړي په وینا دا به د ټولو اړخونو په ګټه وي چې دې موافقې ته ژمن پاتې شي.

هغه دا هم وویل چې که چیرته د دې موافقې د تطبیق په اړه شکونه پیدا کېږي نو په هغه صورت کې بیا ایران خپل انتخابونه لري.

مارک ټونر
مارک ټونر

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند مارک ټونر او یو شمېر نورو امریکايي متخصصانو ویلي چې ډونالډ ټرمپ نه یوازې دا چې له ایران سره له اټمي موافقې سرغړونه کولی شي بلکې د باراک اوباما د ادارې لخوا د دې موافقې په لړ کې پر ایران د بندیزونو د لرې کولو اجرائیوي امر هم بېرته اخیستلی شي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني بیادا نا ممکنه بللې چې ګواکې ډونالډ ټرمپ به دا موافقه لغوه کړي.

د روحاني په خبره دا موافقه د ملګرو ملتونو د زیات شمېر هېوادونو په تائید شوې ده.

XS
SM
MD
LG